سایبری بریدونه  څنګه رامنځ ته شول

image_demo_30



دغو بریدونه چه د تیری جمعی په ورځ ترسره شوی  په نړی کی څه باندی ۲۰۰زر ه کمپيوټرونه ترانټرنیټی بریدونولاندی راوستل ددی بریدونو له امله د روسیه ، چین ، برتانیا ، جرمنی په شمول د۱۵۰هیوادونو دوزارتونو ، پوهنتونو ، روغتونو کمپيوټرونو ته زیان اوښتی ده  تراوسه څرګنده نه ده چی نوموړی بریدونه چا او له کومه ځایه ترسره کړی ، د کسپرسکی انتی وایروس د څیړنو مرکز ی شبکی  ویلی چی د نوموړی برید په اړه وختی ده چی ویل شی  چاترسره کړی د ګوګل شبکی د سایبری امنیت مشر هم په خپل ټویټر کی لیکلی دغه انټرنیټی برید ونه یو چټک او خطرناک بریدونه وو په یو ساعت کی یی ۹۰۰۰۰کمپیوټرونه خراب کړی دی ، د دی سایبری برید له لاری انټرنیټی غله لومړی د کمپيوټرونو معلوماتو ته شفر ورکوی او د کمپیوټر کارکونکی نشی کولای معلوماتو ته لاس رسی پیداکړی ، کله چی دکمپیوټرکارونکی وغواړی خپل معلومات راخلاص کړی د ۳۰۰نه تر ۶۰۰ډالروباج تری غواړی  ولی د Fire Eye  امنیتی سایبری شرکت چی په نړی کی یو لوی  امنیتی سایبری شرکت ده ویلی دی چی نوموړی برید د شمالی کوریا له لوری ترسره شوی او سمهال د Kaspersky Lab اوSymantec Corporation  شرکتونه د نوموړو بریدونو د په اړه څیړنی کوی چی برید چا او له کومه ځایه ترسره شوی ده  اوس پوښتنه داده چی په افغانستان کی څومر کمپيوټرونه د نوموړسایبری بریدولاندی راغلی دی ، اوزیانمن شوی دی ، او په مقابل کی یی څه تر سره شوی  ایا د هیواد  په کچه  کمپيوټری شبکی خوندی دی  ، ترکومه چی مونږ معلومات لرو په افغانستان کی کمپیوټری شبکی خوندی نه دی اوددی ویره شته چی حکومتی اوناحکومتی اداری ددی ډول بریدونو قربانی شی ددی لپاره چی د هیواد په کچه کمپيوټری شبکی له انټرنیټی غلو تریو حده خوندی شی لومړی باید د ټکنالوجی قانون ، سایبری قانون او اړوند پالیسی جوړتر څو د نوموړو قوانینواوپالیسو په بنا د ټکنالوجی په مټ الکترونیکی خدمات عیار شی  .
tags

ستاسې تبصرې

*

Top