د امریکا تحصیلي ویزې (F-1 او M-1) وپېژنۍ او ګټه ترې پورته کړۍ

د امریکا تحصیلي ویزې (F-1 او M-1) وپېژنۍ او ګټه ترې پورته کړۍ



په ګران هېواد افغانستان کې چې کله زده کوونکي د ښوونځي نه فارغ شي نو مخه لوړو زده کړو ته کوي او ددې لپاره زیاتره د کانکور ازموینې له لارې دولتي پوهنتونونو او مؤسساتو ته لاره پیدا کوي، پاته کسان چې مالي ستونزې نلري شخصي پوهنتونونو ته ځي او د خپلې خوښې پوهنځۍ ټاکي. خو ددې سربېره داسې زده کوونکي هم شته چې د انګلیسي ژبې سره پوره بلدتیا لري او د مالي پلوه هم غوښن وي غواړي خپلې لوړې زده کړې د هېواد نه بهر په یوه معتبر پوهنتون کې ترسره کړي، د ځینو سره یې بخت یاري کوي او د فولبرایټ (Fulbright) له لارې د امریکا پوهنتونونو ته لاره پيداکوي خو ځینې یې بیا بې هيلې پاته کيژي.  ددې لپاره چې دغه کسان بې هیلې نشي خپله دنده مې وګڼله ترسو ورسره مرسته وکړم او د امریکا تحصیلې ویزې وروپیژنم.
F-1 او M-1 دواړه غیرمهاجرتي وېزې دي چې په مرسته یې کولۍ شۍ امریکا ته سفر وکړۍ او د خپلې خوښې پوهنتون کې د لېسانس، ماسټرۍ او یاهم د ډوکټورا په کچه لوړې زده کړې وکړۍ.  ددې لپاره چې دغه وېزې ترلاسه کړۍ باید دا لاندې معیارونه پوره کړۍ شۍ:
∙         غوښتنلیک ورکوونکي باید د یوه بهرني هېواد تابعیت ولري او د زده کړو له بشپړېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شي
∙         دې دغه وېزې په مرسته یوازې او یوازې کولۍ شۍ په هغه پوهنتون کې زده کړې وکړۍ د کوم لپاره چې وېزه درکول کيژي
∙         غوښتنلیک ورکوونکۍ باید خپل هېواد ته پوره هوډمن وي او ددې لپاره باید د کوم دفتر نه د زده کړو د بشپړېدو نه وروسته د دندې وړانديزلیک، کور، ځمکه، ګاډۍ، بانکي حساب او یاهم کورنۍ ولري
∙         تاسو باید د وېزې د غوښتنلیک نه مخکې د کوم امریکايي پوهنتون په یوه علمي اکادميک پروګرام، د ژبې د ټرینېنګ پروګرام او یاهم کوم مسلکي پروګرام کې شامل شوي یاست
∙         ستاسو خوښ کړۍ پوهنتون باید د امریکا د Student and Exchange Visitor Program،Immigration ، او Customs       Enforcement لخوا تصویب شوی وي او ددغه کار لپاره کولۍ شۍ د ګوګل نه مرسته وغواړۍ  
∙         تاسو باید په همغه پوهنتون یا انسټېټوټ کې د پوره وخت لرونکي زده کوونکي (Full Time Student) په توګه شامل شوي یاست
∙         تاسو باید په انګليسي ژبه روانې خبرې او لیک وکړۍ شۍ او ددې لپاره باید اړونده سند لکه ټافل (TOEFL) ولرۍ
∙         تاسو باید د تحصیلي دورې له پیل نه ترپای پورې د خپلو لګښتونو لپاره په پوره اندازه بودیجه ولرۍ
∙         تاسو باید د امریکا نه بهر خپل استوګنځۍ ولرۍ او دهغه د له لاسه ورکولو هوډ ونلرۍ
د F-1 وېزه ستاسو سره مرسته کوي ترڅو امریکا کې د پوره وخت لرونکي زده کوونکي Full Time Student)) په توګه په یوه معتبر او باور وړ (accredited) کالج، پوهنتون، علمي سیمینار، علمي ښوونځي، اکادميک انسټېټوټ، او یا هم د انګليسي ژبې پروګرام ته شامل شۍ.  باید یادونه وکړم چې تاسو باید په یوه داسې پروګرام کې شامل شۍ کوم چې دهغه په بشپړېدو وکولۍ شۍ علمي درجه (degree)، ديپلوم، او یاهم سند (certificate) ترلاسه کړۍ او اړونده پوهنتون ته باید د امریکا د دولت لخوا اجازه ورکړل شوي وي ترڅو نړیوال زده کوونکي جذب کړي. د F-1 لرونکي وېزې کسان نشي کولۍ تر یو کال پورې د پوهنتون د انګړ نه بهر کار وکړي مګر کولۍ شي د پوهنتون د ننه ترځانګړو شرطونو او محدودیتونو لاندې کار وکړي. له یوکال نه وروسته زده کوونکۍ کولۍ شي د پوهنتون نه بهر په همغه برخه کې کاروکړي په کومه کې چې زده کړې کوي. د M-1 ویزې په مرسته یوازې کولۍ شۍ په یوه مسلکي او غیراکاډمیک پروګرام کې شامل شۍ او ددغې وېزې لرونکي زده کوونکي یوازې او یوازې د زده کړو له بشپړېدو وروسته کار کولۍ شي او د کارلپاره باید د اړونده پوهنتون یا انسټېټوټ لخوا د کار اجازه ولري.
په امریکا کې پوهنتون ته د شامېلېدو شرطونه یو شان ندی او هر پوهنتون ځانته د شامېلېدو خپل ځانګړي شرطونه او پالیسي ګانې لري.  کوم پوهنتون چې تاسو غوره کوئ درته وايي چې ایا تاسو د همغه پروګرام لپاره برابر یاست کنه، د نورو شرطونو ترسنګ تاسو باید پوهنتون ته په ګوته کړۍ چې تاسو کولۍ شۍ د زده کړې له پیل نه تر پای پورې خپل لګښتونه په خپله کولۍ شۍ. همدارنګه تاسو اړونده پوهنتون ته  خپله د روغتیا بیمه (health insurance) ښیۍ تر څو دغه بیمه وکولۍ شي ستاسو ټول طبي لګښتونه تر پوښښ لاندې راولي. کله چې پوهنتون ستاسو اسناد د وڅېړل اوتاسو یې مستحق وګڼلۍ بیا همغه پوهنتون درته د  F-1وېزې د غوښتنلیک لپاره د  I-20 فورمه درکوي. دغه فورمه به په بشپړه او سمه توګه ډکه کړۍ او په خپل هېواد کې د امریکا سفارت یا هم قونسلګرۍ ته د تصویپ لپاره واستوۍ.  د تحصیلي وېزو د غوښتنلیک لپاره باید دا لاندې کارونه هم ترسره کړۍ:
∙         د تحصیلي وېزې فیس (۲۰۰ امریکايي ډالر) اړونده سفارت یاهم قونسلګري ته لیګۍ اویا یې هم انلاین ورکوئ. دغه پیسې بېرته نه درکول کيژي اګر که وېزه هم درنه کړل شوه
∙         ټول غوښتنلیک ورکوونکي باید د DS-160 انلاین فورمه د تحصیلي وېزې لپاره ډکه او بشپړه کړي. دغه فورمې ته د تلو لپاره په لاندې پته کلېکاږۍ. https://ceac.state.gov/genniv/
∙         هغه نارینه غوښتنلیک ورکوونکوي چې عمر یې له ۱۶ نه تر ۴۵ کالو پورې وي باید د DS-157 فورمه ډګه کړي، دا فورمه کولۍ شۍ له دغې پتې ترلاسه کړۍ. https://eforms.state.gov/Forms/ds157.pdf
∙         امریکا ته د سفرلپاره تاسو باید یو معتبر پاسپورت ولرۍ چې د زده کړې د بشپړېدو نه ۶ میاشتې وروسته هم کار ورکړي. کچېرې په یو پاسپورت کې د یو نه زیاتو کسانو ته ځاي ورکړل شوۍ وي بیا هرغوښتنلیک ورکوونکۍ باید ځانته غوښتنلیک ورکړي. 
∙         د وېزې د اخیستو لپاره باید یوه قطعه رنګ انځور چې اندازه یې 22mmX35mm وي پورته کړۍ او دغه انځور باید د۶ میاشتو نه زوړ نوي.  ددې لپاره چې سم انځور مو اخيستۍ وي نو په کابل کې د رام پرکاش انځورخونې ته ورشۍ ځکه هغه پوهیګي چې د امریکا د وېزې لپاره سنګه انځور وباسي.
په هېوادنئ مینه
ډالاس، امریکا
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top