د بغلان امنیتي مسوولین وايي له طالبانو سره روسي، چیچني، پاکستاني او عرب مشاورین لیدل شوي

د بغلان امنیتي مسوولین وايي له طالبانو سره روسي، چیچني، پاکستاني او عرب مشاورین لیدل شوي



د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره بهرني مشاورین لیدل شوي.
د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع ویلي هغه هیوادونه چې د افغان دولت له ملاتړو هیوادونو سره رقابت لري د خپلو نقشو د عملي کولو لپاره د افغانستان د نا امنه کولو په کوښښ کې دي.
نوموړي ویلي دي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره روسي، چیچني، عرب او پاکستاني مشاورین لیدل شوي دي.
د بغلان چارواکو ادعا کړې ده چې آن روسۍ ښځې له طالبانو سره په جګړه ییزو پلانونو کې مرستې کوي.
له بلې خوا روسیې د طالبانو له تسلیحاتي ملاتړ بار بار رد کړی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top