افغان کمانډو ځواکونه وايي چې دوی د نورو خارجي ځواکونو د راتګ سره موافق نه دي

افغان کمانډو ځواکونه وايي چې دوی د نورو خارجي ځواکونو د راتګ سره موافق نه دي



د افغانستان کمانډو ځواک یو شمیر افسران وايي چې د نورو بهرنیو ځواکونو د راتګ سره موافقه نه لري.
دوی وايي چې بهرنیان دې د خپلو ځواکونو د رالېږلو پر ځای له دوی سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته وکړي.
دوی وايي چې په خپله پر جګړه مسلط دي خو د پرمختللو وسلو او جنګي الوتکو د کمبود سره مخ دي.
د افغانستان کمانډو ځواکونه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې عملیاتو مشري پر غاړه لري شمېر یې ۱۱زرو ته رسیږي چې تازه ورسره ۷۵۰ تنه نوي فارغ شوي کمانډو ځواکونه یو ځای شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top