لا ځوابه پوښتنه

image_demo_30



بسم الله الرحمن الرحیم
خبریال زرینه دروازه چې نور یې په شاوخوا تاویده وټکوله، له ټک سره سم د موسیقۍ غږونه پورته شول، خیال چې خیالي سترګې یې په وریښمینو بڼو ښایسته شوې وې راووت: سلام علیکم، تاسو څوک؟
خبریال تلولی شو، ستونی یې صاف کړ او مایک یې وروښود: خ خ خ خبریال.. وروسته لږ جدي شو: غواړم له تاسو سره مرکه وکړم.
خیال وویل: آه ښه راغلاست، راځئ  دننه!
د استقبال په دود د سپینو کوترو سیل والوت..
د سهارني نسیم څخه جوړې شوي کوټې ته چې کړکیو ته یې د پامېر د وریځو نرمې پردې ځړیدلې وې ننوتل، په شبنمي میز خبریال خپل مایک کیښود: مرکه پیل کړو؟
خیال د هو په دود اوربلکي وشیندلې، هواګانې راغلې او ولاړې: یوازې یوه داسې پوښتنه وکړه چې ټولې پوښتنې دې ځواب شي، دا هنر دی!
خبریال: هنر د خیال زیږنده دی!
خیال: آه هوښیار خبریال.. موسکاګانې د ځمکې پر مخ خورې شوې او د ورشو ګانو په نقابونو کې راهسکې شوې.
خبریال خپل هنر رابللی و: خیال څه دی؟
آه.. دا نو داسې پوښتنه وه چې باید خیال یې ځواب کړي، ځواب نه و.. خیال خپل اعماق ولټول، اسمانونه یې ولټول، ستوري یې ولټول، سمندر یې ولټاوه یو یو صدف یې رابرسېره کړ...
اوس هم ځواب نه و، خیال په خپلو ژورو کې دومره ډوب شو تر څو خپل اصل ته ورسیږي، دقیقې تېرې شوې، ساعتونه تېر شول، ورځې تېرې شوې، میاشتې تېرې شوې، کلونه تېر شول... خو خیال لا هم خپل اصل ته نه و رسیدلی، ښایي دا پوښتنه لاځوابه وه.
خبریال تللی و.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top