ګلالو

ګلالو




د خپل عادت لمخې زانګېدلې زانګېدلې کړکۍ خواته لاړه، لاندې خړې ځمکې ته یې وکتل، له څو تشو پلاستېکي خلطو او کاغذونو نور څه نه ښکارېدل، ځان سره وزمېده، ورک شې سپېره مېره، کټ کې غزن په لټ واوښت، خوله یې وتپوله، د اوبو ډک ګېلاس یې په سر واړوه.
ګولالۍ چای تیار کړ بېرته کړکۍ خواته راغله، غزن څو وارې ووېل: درېشۍ کې څنګه برېښم( ښکارم)؟، ګولالۍ هیڅ نه اورېدل، په وچه سپېره ځمکه یې د کلي باغ منځ کې خپل کور انځور کړ، تشو خلطو او کاغذونو ته یې چې باد په انګړ کې ګړدود تاوول، د ونې او ګلانو خیال کوه چې سهارني ناري شمال به په نڅا راوستل او د ویالو ناولي بوی ته یې د هغه ګلانو د خوشبو حیال کوه چې ټوله سیمه به یې په مستۍ راوستې وه، غزن دا وار لږ په زوره ووېل: ګولالو!
ګولالۍ زر ورتاو شو ولې په د شنه سهار کې دومره چېغې واهې!
ګولالو! داسې وایم چې په درېشۍ کې څنګه برېښم!
ګولالۍ: ډېر بد ښکارې، ورشه هغه سپینه جوړه دې واغونده تیاره مې اوتو کړې، غزن څو ګامه مخکې واخېستل، لېوانو! تر اوسه په دې نه پوهېږې! چې دفتر ته سړی په څه شي کې ځي، واده او یا کوم پارک ته خو نه ځم، چې تا جامې اوته کړي، دا کړوتې کړوتې درېشي به اوس اغوندم، له دې خو مخکې ښه وم کوم چا ته به نه په تمه کېدم، ماخوستن به مې خپله اوتو کړه سهار به سم روغ او جوړ دفتر ته لاړم، دې سره د ګولالۍ په تندي کې د سهار اوو بجو پر ځای دولس بجې شوې، په تروش تندي تر دروزې وسره لاړه دروازه یې بنده کړه بېرته کوټې ته راغله او د چای پاتې نیمه ساړه پیاله یې په یوه ساه وڅښه.
ګولالۍ ته ټوله ورځ خپل پاتې تاج محل سترګو ته ښکته پورته کېده، سوې سوې ښېرې به یې وکړې، کله به چې غزن وریاد شو بیا به یې په خپلو راتلو شکرونه ووېست، د ګولالۍ د تاج محل کېسه داسې وه چې غزن د اوس پشان په همدې شرکت کې کار کوه، ښه معاش یې وو لسمه برخه یې خرڅ خوراک کېده پاتې نورې به یې په کور لګولې، لنډه دا چې د کلي بې اوزګاره ځوانانو منځ کې به هسکا غاړۍ ګرځېده، له هرې خوا به د زړو وړو سلام او کلام وو، ښه سور یې جوړ وو، سم به په موډ برابر ونې او ګلان کابل ته نه وو را رسېدلي بیا به دده په انګړ کې په نڅا رغلي وو، بې شمېره رنګا رنګ الوتونکي یې لرل،  د کور خوشبویي یې په ټول کلي خواره وره وه، خو د وخت ظالېمانو پرې ونه لورېدل، یوه ورځ د مسجید امام ته کومې ډلې واېلي وو چې غزن دې نوره دنده خوشې کړي، ملا غزن ته ووېل، هغه یې په کېسه کې نه شو، رحصتي یې ښه په خوند تېره کړه، بېرته دندې ته راغی، بله ورځ بیا همغې ډلې د کلي یو څو تنو مشرانو ته ووېل: غزن دې نوره دنده خوشې کړي څو وارې مو ورته ووېل خو دی مو هیڅ حیال نه ساتي تاسو مو خبر کړی ، چې بیا ګېلې مېلې ونکړی، د کلي مشرانو په خپلمنځي ماشوره غزن ووغوښت، د هغه وخت هم نور پوره شوی وو، په رحصتۍ لاړ، مشرانو ټوله کېسه ورته وکړه، غزن کور او غړي یې وریاد شول، زړه یې ولړزېده.
سهار چې پاڅېده په لویه دروازه یې په سره رنګ چلېپاوې کش وې، نوره یې زړه ومنله چې خلک ښه نیت نلري او په دې هم پوه شو که دنده پرې همږدم والکه بیا مې ساړې شپې ته پرېږدي، اوس یې معاش هم د پخوا پشان نه وو، د امرېکایانو د کش پش په کمېدو سره یې له له څلور زرو ډلرو څلورسوو ته راټیټ وو، له پاتې کېدو یې ګډه کول ښه وبلل، د ګولالۍ بې مشورې یې کور یو بې چاره ته په اجاره ورکړ.
ګولالۍ لګیا وه، لس وارې یې ګلدانونه له یو ځای بل ځای ته کړل، یوځای کې یې خوند نه ورکوه، خو ورځ یې ښه پرې تېره کړه، د لمر خدای پا امنۍ وخت وو، دروازې ټاکه وکړه، ګولالۍ زر مڼډه کړه، دروازه کې په چپه اوږه بکس او په لاسونو کې د ډکو خلطو واله سړی ولاړ وو، یو څو خلطې یې ترې واخېستې، هغه شله شو نورې یې ورنکړې، واېل یې سپکې دي زه یې وړی شم، وروسته دواړه غبرګ د کور په دروازه ننوتل، غزن په کټ کې اوږد وغځېد، ګولالۍ راغله په سېنه یې سر پرې کېښود، واېل یې ښه ده چې هر مښام کور ته راځې، دواړه علي شول چوپه چوپتیا وه، یوازې پخلنځي کې بخار پشا کوله.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top