دسهار لمانځه دپاڅېدو لپاره ۵ آسانه لارې

دسهار لمانځه دپاڅېدو لپاره ۵ آسانه لارې


له بده مرغه چې دسهار لمونځ په ورځ کې د قضا شويو لمونځونو ترټولو ډېر قضا شویو لمونځونو څخه دی.
څنګه چې د سهار لمونځ دخوب په اخرو وختو کې دی نو نفس ته دا وخت پاڅیدل سخت تمامیږي.
داسې حال چې وي او شخص د سهار لمونځ قضا کړی نو دورځې پاتو لمونځونو ته يې شوق کم شي نو د سهار لمونځ ډېر مهم او تهداب دي.
اوس نو راځی د حل لارې يې ولولو:
 
لومړي : ولې لمونځ کوو؟ ددې په ماهيت باندې پوهېدنه 
 
موږ دچا په وړاندې درېږو ؟ او د چاپه امر لمونځ کوو؟ څنګه يو پروردګار ته په سجده پريوه ځو او عبادت يې کوو؟
 
موږ دداسې يو پروردګار په وړاندې درېږو او لمونځ کوو چې ټول مخلوقات يې زموږ خدمتګار ګرځولي دي ياغي او طاقتور اسونو ،اوښان لوي بحرونه، نباتات او لنډه داچې ټول مخلوقات يې زموږ خدمتګار ګرځولي دي.
 
داوبو لاندې د دهغه وړو او لويو موجوداتو ضرورتونه وينئ ،اوري،پوهېږي او هغوي ته رزق ورکوي او پالي یې.
 
لمر يې بې له ګازو،لرګيو،ذغالو روښانه کړي،ددنيا په ميليون ځله لوي سيارې دتسبيح ددانو په شان راڅرخوي بې له دې چې له يو بل سره ټکر وکړي يا ګډوډې شي 
نو موږ دداسې يو ذات په امر دهغه په وړاندې درېږو او لمونځ کوو.
 
دويمه لاره : پاڅېدو ته نيت کول
 
بيګاه بايد د سهار د لمانځه د پاڅېدلو لپاره جدي نيت او تصميم ونيول شي،داچې که شوه،ګوروبه،که ويده نشوم جملې او چورتونه د سړي لمانځه د څومره نه اهميت ورکولو څرګندويي کوي 
 
څنګه چې يودنيوي کار وي سهار وختي ان دلمانځه له وخته مخکې پاڅېږو او په بېړه ځان رسوو او کله چې د مخلوقاتو د څښتن امرشي نو خوب راځي او تنبلي کوو دا پروردګار په وړاندې څومره لويه بې احترامي ده ؟ تاسې فکر وکړی 
 
ددنيا او ريس ورکړه به څه وي؟ او د مخلوقاتو د څښتن وعده چې جنت او داور نه نجات دی  نو کومه وعده به بهتره او دايمي وي؟
 
نو بېګاه بايد جدي تصميم ونيول شي چې د الله پاک امر دی او حتما بايد پاڅم
 
دريمه لاره : وختي ويده کېدل 
 
په فطري ډول د بالغو انسانانو لپاره پنځه ساعته خوب کفایت کوي،په دې ډول بايد په دولسو او يا يوه بجه حتما ويده شو
 
څلورمه لاره : تدبير اخيستل
 
که چېرې مو نيت هم وکړ وختي هم ويده شوی او بيامو هم ونشو کولي چې سهار لمانځه ته پاڅی نو بايد ځينې معنوي او مادي تدابير ونيول شي
 
معنوي: دخوب نه مخکې آيت الکرسي ،د الکوثر صورت او ځينې هغه دعاګانې چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم توسيه کږې ولوستل شي
 
مادي: د الارم او ساعت برابرول هغه هم په داسې ځای کې چې ستاسې د څنګ نه لرې وي او زر يې بند نشی کړی 
دکورني او دوستانو نه مرسته غوښتل چې يا مو پاڅوي يا زنګ درته وکړي
 
اويا دا چې د شپې پرېمانه اوبه وڅښي
 
پنځمه لاره : د ويښېدو سره سم لمانځه ته پاڅېدل،څنګه چې ويښ شوی بايد فورا پاڅی او اکثره دا جملې چې وروسته به پاڅم،لاوخت شته په نه کېدلو تمامېږي 
 
ددوعا په هيله

tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.Hamayoon Noorzai

    روژه

     

*

Top