د ژوند د بدلون لپاره څلور حيرانوونکي څيزونه وپېژنئ.

image_demo_30



تر ډېره که وګورو هېڅ څوک پرته له تاسو څخه خپلو بریاوو او پرمختګونو ته مو ډېر ارزښت نه ورکوي. خپلې لارې او خپل تګ لوري ته دوام ورکول یو لړ وړتیا ته اړتیا لري، چې دغه وړتیا یوازې ستاسو په غاړه ده، نو دغه څلور ځانګړنې، چې هر څوک یې ولري په لاندې ډول دي:
۱ــ لوړه انګېزه: په ټوله کې یو لامل شتون درلود تر څو تاسې انګېزه پیدا کړی او خپل اندونه او نظرونه حقیقت ته نيږدې کړی، دا مسئله یو لامل دی، چې تاسې یې هرومرو په خپل ځان کې وساتئ، ځکه هېڅوک پرته له تاسو څخه مو ځان ته انګېزه نشي درکولای.
باید په یاد ولرئ اصلي لامل، چې تاسو ته مخ په وړاندې یون یا حرکت درکوي څه شی دي؟ مطمئن شي، چې اصلي انګېزه مو پیسې نه دي، ځکه ډېرې نابریالۍ هڅې پيسو ته د خپلو اندونو نیږدې کېدل، د دې پرځای، چې تاسې په یون یا حرکت راولي بلکې تاسې بې انګېزې کوي.
۲ــ نظم: د ژوند په هره برخه کې نظم یو اړین او ضروري څيز دی، سهار وختي له خوبه پاڅېدل، په خپل وخت دندې ته تلل او بېرته راتلل همداشان د کور په ټولو چارو کې نظم درلودل ډېر اړین دي، چې کولای شي ستاسو په پرمختګ او بریا کې مثبته ونډه واخلي او دا هغه ځانګړنه ده، چې ټول انسانان یې باید ولري.
۳ــ باور او په نفس اعتماد: په هرو لسو ماتو کې کېدای شي یوه وړه او کوچنۍ بریا ولری، دغه یوې بریا ته مو پاملرنه وکړئ او دا مه پرېږدئ، چې د خوړل شویو ماتو کچه مو د بریاوو په پرتله ډېره ستاسو ذهن ته لاره پيدا کړي. په خپلو مثبتو اندونو او نظرونو باور درلودل ستاسو د بریالیتوب او پرمختګ کلۍ ده، تر دې که د لمرینو ورځو په پرتله د باراني ورځو کچه ډېره وي.
۴ــ پیاوړی هوډ: د بریا لپاره پرېکړه نیول د هغه کړنې یا کار لپاره لېوالتیا ښودل دي، چې بریا ته اړتیا لري. هېڅوک پرته له تاسو څخه خپل ځان نشي ملامتولای او هېڅوک تاسو ته دا نه په ډاګه کوي، چې د تلو لپاره ډېرې لارې شتون لري. خو یو ټینګ او پياوړی هوډ کولای شي تاسو سره په هر برخه کې په زړه پورې مرسته وکړي او بریا ته مو ورسوي. د بریا او پرمختګ لپاره باور، نظم انګېزه او پياوړي هوډ ته اړتیا ده، نو هڅه وکړئ دغه ځانګړنې په ځان کې ومومئ.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top