اقتصاد پیژندنه/ (پاتې برخه)

image_demo_30


مملکتونه د جغرافیا ، کرنې ، صنعت ، ترانزیت او سوداګرۍ د لحاظه یو د بل سره توپیر لرونکې دي، زمونږ هېواد په وچه کې ایساره جغرفیا ده او تر ډیر ترانزیتې ستونزې هم لرو  خو برعکس د 21 پيړۍ عمومې اجنډا د ملکونو هر اړخیز پرمختګ او قوی اقتصاد دی چې همدې فکتورونو له لارې ملي ثبات او عامه نظم ته لار هواره کړای شي.

که څه هم اقتصاد یو لوی بحث دی او پوهانو ددې علم په اړه بیلا بیل نظرونه ټولنو ته وړاندی کړي دي، چې مونږ دا بحث په یو څو لنډو تعریفونو د بحث لمن راټولو .

اقتصاد هغه علم دی چې د انسانانو اړیکه له تقاضا او سرچینو سره مطالعه کوي .

اقتصاد هغه تصمیم نیونه ده چې په هغې کې ( په کمو امکاناتو، څنګه تولید وشي ؟ څومره تولید وشي ؟ د چا لپاره تولید وشي ؟ او څه وخت تولید تر سره شي ؟ ) پوښتنو ته ځواب و وایي .

د اقتصاد علم ، د کمو امکاناتو او کمو سرچینو څخه د تقاضا پوره کول د څیړنې لاندی نیسي .

اقتصاد د هغه روشونو پیژندل ، ارزیابي کول او ټاکل دي چې له کومو سرچینو څخه د بشر لپاره تولید تر سره او مصرف او کارونې لپاره توزیع شي .

اقتصاد هغه لاره او روش دی چې په پایله کې د ملی نظم او عامه ثبات د ټینګښت لپاره لارې چارې وضع کیږي .

اقتصاد د فقر ، غربت  او تنبلۍ سره د مبارزی یواځنی روش دی .

په ټوله کې د اقتصاد د علم د تعریف لپاره د دغی علم مؤخه چې ( د ورځنی ژوندانه بهبود دی ) بسنه کوي .

درنښت

tags

ستاسې تبصرې

*

Top