اقتصاد پیژندنه

image_demo_30


پوهان وایی : اقتصاد پرمختګ دی ، اقتصاد وده ا وپیاوړ تیا ده ، اقتصاد هغه قوه ده چې فکري او علمي ځواک ته حرکت ورکوي .

د اقتصاد پراخه علم دی چې ملتونه د حرکت لپاره را بیداروي تر څو د ټولنې د ټولو شته  کدرونو څخه استفاده وکړي .

اقتصاد د پرمختګ هغه اوج دی چې یو انسان ، یوه کورنۍ ، یوه ټولنه او بالاخره یو سیمه د ژوندانه د اصلي رازه خبروي او په علمي ، ساختماني ، فرهنګي ، ټولنیز ، صحي او نورو چارو کې یې په خپلو پښو ودروي او په ځان یې متکي کوي .

چا چې اقتصاد زده کړ ، هغوي ځان او نورو انسانانو ته د پرمختګ لاره پرانیستله ، ځکه د اقتصاد د علم په زده کړې سره د ټولنې ټول ضروروتونه په نښه کیږي او علمي ، عملي او  معقولې د حل لاري چاري ورته پیدا او وضع کیږي ، ځکه خو د اقتصاد یو تعریف د ستونزو په نښه کول او د حل لارې چارې پیدا کول او په ځان متکي کیدل دي .

داسی هم ویلی شو چې ؛ اقتصاد دژوندانه د ټولو چارو سمون او کره نظم ته ویل کیږي ، چي په چارچوب کې یې د افرادو څخه تر ټولنو او د ټولنو څخه تر مملکت او نړۍ پوری د هر اړخیز نظم او د سالم مدیریت کړنې شاملی دي .

اقتصاد د صنعت ، زراعت ، ساختماني ، علمي او کدري ، سیاسي ، فرهنګي ، ټولنیزې او بالاخره د ژوندانه په ټولو چارو کې مستقیم دخل علم دی ، او یواځنۍ مؤخه یې د پورته یادو مسلکونو پر مخ بیول او د ټولنې مترقي کول دي.

د پورته یادو ټولو علومو سره د اقتصاد پوهنې مستقیمه اړیکه هغه اصل دی چې د اقتصاد  د علم اهمیت یی را څرګند کړي دی ، نړۍ یی پر دې قانع کړي ده چې بدون له اقتصاد نشی کولی پر مخ حرکت وکړي ، ځکه اقتصاد وچې ځمکی ته اوبه ورکوي او بالاخره هغی ته ددي لپاره ساه او ژوند وربښي تر څو د بشر لپاره ډول ، ډول نعمتونه د بشر د ژوند د بقاء لپاره چمتو کړي .

د اقتصاد علم هغه هنر او فن دی چې طبعي زیرمې او سرچنې چې د ځمکی په پراخه خیټه کې د لوی الله تعالی له لوری را نازلی شوي دي په نښه کړي او د خپل هر اړخیز فن په وسیله یی صنعتي پروسس کړي تر څو یی په مصرفي وسایلو ، او نور ډول ډول آلاتو مبدلې کړي .

د اقتصاد علم ملتونه قوي بیدارو اوهوښیاروي  یې تر څو فني کدري لیډران د خاوری د حاکمیت لپاره تربیه کړي چې د دا ټولنیز علم یا سیاست سره د اقتصاد د علم اړیکه او دمدیریت د اصل ښکارندویه دلیل دی .

ننې اقتصادي نظام دولت ته د دې مسؤلیت متوجه کوي تر څو  په ځان بسیا کیدنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي او د علمي او اکاډمیکو مطالعاتو په لړ کې د اقتصاد پوهان ورزي او ویې هڅوي تر څو د راتلوونکی اقتصادي نظام د پرمختګ او ترقۍ لپاره ټولې سرچني وکاروي. کانونه له ځمکې راوباسي او د پروسس لپاره یې فابریکې ډیزان او د فنی کدرونو په روزلو کې پراخه ونډه واخلې تر څو د یو قوي اقتصادي قوت په څیر د راتلوونکې نظام لپاره د ټاکل شوې اجنډا سره سم ځان مؤخو ته ورسوي ، تر څو د بیا لپاره پر ملتونو بدبختۍ برلاسې نه شي .

په همدې بنسټ وایو چې اقتصاد د تصمیم نیولو ، سنجش کولو ، د حساب ، تحلیل او تجزیی علم دی.

په ننیو افکارو پرمختګ د نن په شمول د سبا لپاره د ځان سره د شوي تجزيه ، تحلیل او حساب کول د پرمختګ لامل دی . او د ټولو ټولنیزو افکارو اهمیت د دې علم په وسیله ټولنو ته څرګندیږي .

که یو مملکت ښي پراخه طبعی سرچنی ولري ، مس ولري ، سپين او سره زر ولري ، اوسپنه ولري ، یاقوت ، زمرود ، بیروج ، لعل او مرجان ولري ، پراخه سیندونه ولري ، په میلیونو هکتاره کرنیزه ځمکه ولري ، د صنعت لپاره مساعد چاپیرال، د ملی او نړیوالی سوداګرۍ لپاره ستراتیژیک مارکیت ، بازار او موقعیت ولري ، خو د دې هر څه د سنجش ، تحلیل ، پيژندنی او بالاخره د کمیت او کیفیت علم ، فهم او دانش ونلري نو دا هر څه هیڅ معنی نلري، دغه ټولی پانګې او سرچنې هیڅ درد نشی دوعا کولی تر هغې چې په علمي توګه د پورته پانګو د پيژندنو او کارولو علم ته په معقول ډول رجوع ونکړي.

د خپلو سرچینو د نه پیژندلو او نه کارولو په صورت کې زمونږ هېواد په ټوله کې نورو هېوادونو ته اړ  دی و په پایله کې د تولید کمبود سره مخامخ یو چې په همدی سره د طبعی سرچینو ډک هېواد او  معقول او مقتضي علم ته د نه رجوع کولو په صورت کې په یو مصرفي هېواد بدل شوي یاستو ، اقتصاد مو د نورو ممالکو په بازارونو پورې تړلې  او تقریباْ د هر تولید د نرخ او قیمت اړیکه د تمویلوونکې هیواد د بازار تر انحصار لاندې ده . نو اقتصاد پيژنده او پرمختګ د مؤسساتو او ټولنیزو  سرچینو د پرمختګ پوري اړه لري .

د اقتصاد علم وایی :

که موسسات او ټولنیزي اقتصادي دستګا ګانی پرمختګ ونکړي ، صنعت او زارعت ترقی ته مایله نشی نو د خلکو علمي ، فني او تخنیکي فهم او دانش هم پرمختګ نه شي کولی .

له پورته بحث څخه د اقصاد او نورو علومو هغه څرګنده او ټینګه اړیکه په اثبات رسیږي ، چې ارزښت یی تر ډیره په ټولنو کې تجربه شوي دي . او د دې تر څنګ  عصري ټکنالوژي چې په اوسنی اقتصادي او ټولنیز نظام کې پراخه رول او اهمیت لري د اقتصاد د علم  سره هم ټینګې او غښتلي اړیکې لري.

د ټکنالوژیکي وسایلو په وسیله  صنعت او زراعت پر مخ بیول د ننی عصر یوه ځانګړی اړتیا ده ، چې اقتصاد ودی ته سرعت وربښي که هغه د زراعتي نقاطو څخه وي ، که د صنعت په ډګر کې که د مواصلتو او ترانسپورت په چارو کې وي ، که د صحت او فرهنګ په چارو کې وې او بالاخره په علمې ، کدري ، فني او تخنیکي چارو کې وي ، ټولی چارې د مدرنې ټکنالوۍ په وسیله ګړندۍ کیږي او اقتصادي پراختیا او انکشاف د ټولنو په برخه کوي .

ټولې نړیوالې هڅی ، انفرادي ، ټولنیزې ، سیاسي ، فرهنګي که هغه په هر نوم او که په هر شکل کې دي ، دا د نورو فرعې مؤخو تر څنګ د اقتصادي ودې لپاره هغه سترې پروژې دي چې د یو شمیر مشترک او متحدو مؤخو د لاس ته راوړلو لپاره په لاره اچول شوي دي. او د دې هر څه لپاره د اقتصاد او اقتصادي مدیريت اساس تشکیلوي.

 درنښت

شوکت الله عابدافغان

شوکت الله عابدافغان

tags

ستاسې تبصرې

*

Top