په روزګان کي د کرزي د وروستي دریځ نه ملاتړ وشو

په روزګان کي د کرزي د وروستي دریځ نه ملاتړ وشو



په روزګان ولایت کي د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وروستۍ وینا چي په دغه هیواد کښي یې د امریکا له لوري د تر ټولو لوی غېر اټومي بم چي د بمونو مور ورته ویل کېده استعمال د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت خلاف بللی وو ملاتړ وسو.
په دې اړوند جوړه سوې غونډه کي د روزګان د ډیرو قومونو مشرانو په یوه ږغ وویل چي په افغانستان کي د امریکا شتون د دې هیواد په ګټه نه دی او باید د حامد کرزي د دریځ په ملاتړ سره امریکا له افغانستانه خپل لاسونه لنډ کړي.
په دغه غونډه کي د هیواد پر یو شمېر ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان خورا سختي نیوکي وسوې چي ولي په افغانستان کي د جګړې اور ته لمن وهي.
 
C:UsersRohiDownloadsCapture 2.PNG
 
تېره اوونۍ امریکا د هیواد د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالی کي د داعش جنګیالیو پر یوه مرکز چي د مالوماتو له مخي د داعش ډلي د هیواد په کچه مرکز وو تر ټولو لوی غېر اټومي بم وغورځاوه چي دا برید د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي لخوا په سختو ټکو وغندل سو او دا چي د افغانستان د اوسني واکمن نظام مشرانو سره دا برید په تفاهم کي غورځول سوی نو هغوی یې په ملي خیانت تورن کړه.
حامد کرزي په خپله وروستۍ وینا کي دا هم ویلي وه چي نور به له افغانستانه د امریکا د وتلو لپاره خپلي هڅي او مبارزه روانه ساتي تر څو دا هیواد د امریکا له شره خلاص سي د نوموړي د همدې دریځ د ملاتړ په موخه غونډه کي قومي شمرانو او سیاسي کارپوهانو امریکا ته د یوه ترهګر هیواد خطاب وکړ.
د دوی په وینا امریکا د افغانستان سره په لاسلیک سوي امنیتي تړون عمل نه دی کړی، د هیواد پر قلمرو د بهرنیو هیوادونو د لاسوهني مخنیوی او په هیواد کي د تروریزم د رواني لړۍ خاتمه که څه هم د امریکا له توانه لیري خبره نه ده خو د دوی په وینا امریکا دلته خپلي ګټي لټوي ځکه یې نو دلته د جګړې په ختمولو کي ځان کوڼ اچولی.
د غونډي ګډونوالو د هیواد پر ګاونډیانو او ځانګړې توګه پاکستان خورا سختي نیوکي وکړې او دغه هیواد یې ګرم کړ چي ګني هیواد کښي مو د رواني جګړې د اور تازه کولو او اوږدولو ته وچ لرګي ور غورځوي.
د دوی په وینا د اوسنۍ جګړې د کابو کولو او د افغانانو لپاره د امن ژوندانه زمینې د برابرولو په موخه یوازینۍ لار داده چي هر ډول تعصب او نفاق له منځه لیري کړو په یوه ږغ د دغو ستونزو د له منځه وړلو په موخه کار وکړو، او د پردیو لاسونه له دې هیواده لنډ کړو.
د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي له دریځه پداسي حال کي دلته ملاتړ کیږي چي له نن څخه شاوخوا ۱۶ کاله وړاندي حامد کرزی د روزګان د درجي له غرونو څخه د روزګانیانو په ملاتړ تر ارګه ورسېد.
د ننګرهار په اچین ولسوالی کي د داعش جنګیالیو پر مرکز د امریکا له لوري د تر ټولو لوی اټومي بم استعمال یوازي په روزګان کي نه بلکي په هیواد دننه او بهر کي خورا ډېر غبرګونونه را پارولي او افغان حکومت یې تورن کړی چي د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کي پاته راغلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top