څنګه ښه او ښکلی لاسلیک ولرو؟!

څنګه ښه او ښکلی لاسلیک ولرو؟!



لیکنه، ژباړه او زیاتونه: اجمل روهي
تاسو به ډير ځله چارواکي او یا نور کار و باري کسان ليدلي وي، چې د ورځې يوه زياته برخه يې د لاسوندونو یا عرایضو په لاسلیکولو تيریږي. که دغو لاسلیکونو ته ځير شو، ډيرې نيمګړیتاوې ته به مو پام شي. په ځانګړې توګه زموږ د زياترو افغانانو لاسلیکونو ډير یکنواخته او د استيتيک له پلوه بېخونده وي.
د زیاترو افغانانو لاسلیکونه داسې وي، چې لومړی خپل نوم کوچنی وليکې، بیا يوه حلقه د زندۍ د پړي په شان ترې را تاو کړي او لاندې ترې څو کرښې ختيځ او لويديځ ته په پرله پسې توګه وغځوي او د لاسلیک کیدو موده يې هم ډيره اوږده وي. کله ناکله دا کرښې دومره لرې ورسيږي، چې په فورمو کې څو نورې خانې هم اشغال کړي.
یو ځای مې لوستي و، چې ستاسو لاسلیک ستاسو د شخصيت استازیتوب هم کوي او ستاسو پټ اړخونه په کې راڅرګنديږي. ځينې سرچينې وايي، چې ان تر ۳۶ پورې ستاسو د کريکټر نښې په کې مالومیدلی شي او ستاسو د حوصلې، انرژۍ، ګرموالي، هيله مندۍ او نور مهم څرنګوالی ښودلی شي.
داسې وانګیرئ، چې تاسو يو نامتو ستوری یا شخصیت یاست او خلک د یادګار په توګه ستاسو د لاسلیک غوښتنه کوي؛ نو اړينه ده چې په دې برخه کې لږ دقت وشي. يو ښه او داسې ښکلی لاسلیک، چې په کښلو سره يې تاسې هر ځل خوند واخلئ، لږ تر لږه کومې ځانګړتیاوې باید ولري؟ په دې هکله لاندې ټکې د پاملرنې وړ دي:
  1. هڅه وکړئ د مختلفو کسانو لاسلیکونو ته ځير شئ، تاسې هڅې وکړئ په دې پوه شی چې آیا دا لاسلیک د يوه داسې لټ مامور دی، چې له مجبوریته يې ځانته غوره کړی، چې حاضري ورباندې امضا کړي او هسې د کږې وږې کرښو یوه ټولګه ده، او یا هم په رښتیا هم تاسې په کې څه ښايست، زړه راښکون، کوم انځور یا بل څه ګورئ. هڅه مه کوئ لاسلیک مو دومره مغلق شي، چې د پیکاسو د کوبیزم انځورونه ترې جوړ شي، خو لږ تر لږه نور ته يې باید کاپي کول هم سخت وي، ترڅو ناوړه ګټه ترې څوک پورته نه کړي.
  2. د ښه لاسلیک د درلودلو لپاره سپارښتنه کیږي، چې یوه سپینه پاڼه را واخلئ او پر هغه باندې د خپل لاسلیک کولو تمرين پيل کړئ؛ داسې چې کله کله په پټو سترګو هم لاسلیک وکړئ او وګورئ، چې څنګه بڼه ځانته غوره کوي.
  3. هغه شمېر افغانان، چې بهر کې زده کړې کوي په هغوی کې دا تمایل زیات شوی، چې په انګريزي یا لاتین تورو سره لاسلیک وکړي، خو په ټولیزه توګه د لاسلیک لپاره دغه ټکي هم په زړه پورې کیدلی شي:

 
  • د خپل نوم لومړی توری غټ وليکئ (البته موږ په عربي رسم الخط کې دا کار نشو کولی خو کولی شو ترکيبي هم جوړ کړو) او پاتې يې کوچني او د تخلص لپاره هم په همدې توګه وليکئ.
  • داسې هم کیدی شي، چې د نوم لومړی توری کوچنی او بیا د تخلص غټ او پوره وليکئ. یا یوازې د نوم او تخلص لومړني توري وکاروئ په غټ سایز کې.
  • هڅه وکړئ نوم او تخلص په مایلو (لویګنده) وليکئ او بیا يې وګورئ، چې څنګه ښکاري.
  • د خپل نوم یا تخلص له وروستي توري وروسته کولی شئ، يو منحني کرښه وباسئ، مختلفو لوريو ته يې وازمويئ، چې کوم ډول په زړه پورې راځي او زیاته مو خوښيږي. په دې هکله د نږدې دوستانو یا کورنۍ غړو نظر هم اخیستی شئ.
  • د لیکبڼو له راز راز ډولونو، کچې، پنډوالي، عمودي، کږو کرښو او نورو نه ګټه واخلئ.

 
  1. اوس نو د ټولو هغه لاسلیکونو بېلګې چې تر اوسه مو پنځولي دي، یو ځل بیا ورته وګورئ او چې کومه ډیره غوره تاسو ته ښکاره شي، هماغه را واخلئ او په سپینه پاڼه يې په وارو وارو تمرین کړئ، تر څو سم په کې استاد شئ او تل يو ډول لاسلیک وکړئ شئ.
  2. ځينې کسان په لاسلیک کې د ګل، زړه یا نور انځورونه راوړي، چې دا نو بیا د ذوق مساله او کښلو په پوخوالي پورې هم تړاو لري.
  3. په ځينو سرچينو کې سپارښتنه کيږي، چې د لاسلیک کولو وخت باید تر۷ ثانیو زیات دوام ونکړي او که دغه وخت ۴ ثانیو ته راښکته شي، نو ډير به غوره وي. خو د وخت په مساله کې د لاسلیک کولو چټکتیا هم مهمه ده، خو دا کار باید د لاسلیک بڼې ته زیان و نه رسوي، چې یو له بل سره توپير ولري او ورته نه اوسي.

 
پاملرنه:
  • د خپل لاسلیک د بدلون په پرېکړه کې له احتیاط نه کار واخلئ، ځکه داسې امکان لري، چې په ځينو ځایونو کې ستاسې د هویت په پيژندګلوي او چارو په ترسره کيدو کې خنډونه رامنځته شي لکه په پاسپورټ کې لاسلیک، یا بانکي چکونه.
  • د لاسلیک پر مهال بايد مقابل لوری داسې څه حس نکړي، چې د لاسلیک کولو لپاره ډيره خواري کوئ او شک رامنځته کړي، باید ډير زیات وخت و نه نيسي او غیر طبیعي ښکاره نشي.

 
د بيلګې په توګه دغه د نامتو ۱۷ اشخاصو لاسلیکونه وګورئ:
 


 
سرچينې:
http://www.asemooni.com
http://www.liveinternet.ru/community/2947985/post102752744/
http://designtaxi.com/news/366765/The-17-Coolest-Signatures-Of-Famous-People-Past-And-Present/

tags

ستاسې تبصرې

*

Top