بلخ کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید کړی

بلخ کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید کړی



د بلخ ځايي مقامات وايي چې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی دی.
دا پیښه نن په ۲ بجو رامینځ ته شوه چې لومړی یو موټربم پر افغان ځواکونو وچاودید او ورپسې وسله وال پوستې ته ننوتلي دي.
یاد برید تلفات لري خو تر اوسه یې شمېر او څرنګوالی نه دی معلوم.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي چې وسله وال په پوسته کې کلابند شوي دي او جګړه دوام لري.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top