نیمروز کې د کمال خان بند جوړولو پروژه عملا پرانیستل شوه

image_demo_30



د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په نیمروز کې د کمال خان بند جوړولو پروژه پرانیستله.
د دې بند جوړول به په ۴ کلونو کې پای ته ورسیږي چې له ۸۰زره هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه به خړوب او ۹ میګاواټه بريښنا به ترې ترلاسه شي.
یاد بند د دولت له انکشافي بودجې د ۷۸ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړیږي.
د کمال خان بند لوړوالی ۱۶ متره دی چې ۵۲ ملیونه مترمکعبه اوبه ذخیره کولی شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان پریمانه روانې اوبه لري خو یوازې له ۳۰ سلنه څخه یې په هیوادو کې دننه ګټه اخیستل کیږي او نورې یې ګاونډیو هیوادونو ته تویېږي.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top