اجراییه ریاست وايي طالبان سیاسي بهیر نه بلکه ترهګره ډله ده

image_demo_30



د افغانستان اجراییه ریاست ویاند په افغانستان کې د مسکو سفیر الکساندر مانتیتسکي د خبرو په غبرګون کې ویلي دي چې طالبان کوم سیاسي جریان نه دی بلکه یوه ترهګره ډله ده او هر څوک چې دې ډلې ته د یوه سیاسي بهیر په سترګه وګوري محکوموي یې.
د روسیې سفیر تېره چهارشنبه د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ویلي وو چې طالبان یو قوت او جریان دی چې د افغانستان دولت باید له دوی سره سوله وکړي.
نوموړي ویلي دي کله چې له دوی سره مذاکرې ته اړتیا ده نو نه شو کولی دوی له نظره وغورځوو.
دا په داسې حال کې ده چې له روسیې سره د طالبانو اړیکې د رسوایۍ تر کچې رسیدلي دي چې څه موده پخوا روسي مشاورین له طالبانو سره د ډیورنډې کرښې ته نېږدې د افغانستان په سویلي ولایتونو کې لیدل شوي دي.
پر روسیه وار وار تور لګیدلی دی چې دغه هیواد د طالبانو نظامي او تجهیزاتي ملاتړ هم کوي خو روسیه یاد تورونه ردوي او وایي چې له طالبانو سره یې اړیکې د سولې مذاکراتو ته د دوی د تشویق په منظور دي.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top