د پاسپورټونو د پوښ رنګ

د پاسپورټونو د پوښ رنګ



د نړۍ بېلابېل هېوادونه د دغه څلورو رنګونو څخه یو رنګ د خپل هېواد د پاسپورټ پوښ لپاره ټاکي ؛ سور ، نیلي شین ( آبي/آسماني) ، شین او تور.
سور:
دا رنګ تر ټولو زیات انتخاب شوی او زیاتره یې هغه هېوادونه د خپل پاسپورټ پوښ لپاره کاروي چې کمونیستي (Communist) دولتي نظام لري او یا یې هېواد د یاد نظام تاریخ لري. د بېلګې په توګه روسیه ، چین ، سلوینیا او پولېنډ.
نیلي شین (آسماني/ آبي) :
دغه رنګ بیا د «نوې نړۍ» نښه یا سمبول دی چې زموږ ګران هېواد افغانستان په شمول د امریکا ، کاناډا، جاپان او د داسې نورو هېوادونو دولت یې د استعمال لپاره غوره ګڼي.
شین:
زیاتره اسلامي هېوادونه شین رنګی پاسپورټ لري چون دا د اسلام ستر پېغمبر محمد ﷺ د خوښې رنګ ؤ او د طبیعت او ژوند سمبول دی. د دې هېوادونو له جملې څخه پاکستان ، سعودي عربستان ، مغرب او داسې نور هېوادونه دي.
تور:
تر ټولو کم کارول شوی رنګ چې یوازې یو څو افریقایي هېوادونه یې کاروي لکه زامبیا ، چاد ، بوستوانا ، انګولا او نور . نوی زیلېنډ ( د کرکټ علاقمندان به یې ښه پېژني ) هم تور پاسپورټ لري ځکه چې دا د دوی ملي رنګ دی.
انځور: د نړۍ په نقشه کې ورکړل شوي ټول هېوادونه د دوی د پاسپورټ د پوښ رنګ د ټاکنې سره سم رنګول شوي دي.

لیکونکی: ډاکټر نبیل افغان
د خېبر طبي پوهنتون د څلورم کال زدکړیال
 


tags

ستاسې تبصرې

*


Top