ننګرهار کې سلګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

image_demo_30



د ننګرهار ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت چپرهار او خوګیاڼیو ولسوالیو کې سلګونه جریبه له کوکنارو پاکه شوې.
ننګرهار کې د کوکنارو د له مینځه وړلو کمپاین د ګډو امنیتي ځواکونو پر مټ پیل شوی دی چې ۱۳۰ جریبه ځمکه په چپرهار او ۳۴۵ جریبه ځمکه په خوګیاڼیو ولسوالیو کې پاکه شوې ده.
له بلې خوا د اچین په ولسوالۍ کې هم لسګونه جریبه ځمکه د دغه ولایت ادارې له خوا له کوکنارو پاکه شوې او یاد بوټی له مینځه وړل شوی دی.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top