اقتصاد پېژندنه/ (۲۰ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۲۰ مه برخه)


د توليد قوانين يا د حاصل قوانين

Laws of production or Laws of Returns

 توليد د توليد د څلورو عواملو (ځمکه، کار ،متشبث، پانګه ) په پايله کې رامنځته کېږي، که موږ وغواړو چې توليد ډېر کړو له دې څخه موخه دا ده چې د توليد عوامل بايد ډېر کړو، په عملي ژوند کې ځمکه او متشبث د خپلواکو عواملو په توګه ګڼل کېږي. که موږ غواړو چې توليد ډېر کړو، نو بايد پانګه او کار کې زياتوالی راولو، خو دا اړينه نه ده چې په کوم نسبت د توليد عوامل زيات کړو، په هماغه اندازه دې توليد هم ډېر شي، کله چې موږ د توليد په عواملو کې زياتوالی راولو، نو له لاندې درېو حالتونو سره مخامخېږو:

۱- يا به يې نسبت ډېر وي

۲- يا به يې نسبت مساوي وي

۳- يا به يې نسبت کم وي

پورتنيو حالتونو ته د توليد درې قوانين وايي لومړي ته د حاصل ډېرښت قانون، دويم ته د حاصل استقرار قانون او درېيم ته د کمښت قانون وايي چې هر يو یې په لاندې ډول تر مطالعې لاندې نيسو:

د حاصل د ډېرښت او يا د لګښت د کمښت قانون

Law of increasing Return or Diminishing Cost

که په توليد کې د توليد د عواملو د زياتوالي په پرتله ډېر ډېرښت راشي، د ډېرښت قانون ورته وايي. د ډېرښت په قانون کې ځمکه او تشبث ثابت، پانګه او کار متحرک په پام کې نيول کېږي، د پانګې او کار په ډېرښت سره په توليد کې زياتوالی راځي يا ورسره نهايي توليد ډېرېږي. پروفيسور بنهم (Benhem)د ډېرښت قانون داسې تعريف کړی:

د توليد د عواملو په مجموعه کې که د يو عامل په تناسب کې زياتوالی راشي، نو ورسره تر يو ځانګړي حد پورې په نهايي توليد کې هم ډېرښت راځي. د ″بنهم ″په نظر که په يو کاروبار کې د توليد عامل ثابت او د توليد په نورو عواملو کې يو شان زياتوالی راشي ورسره په وروستی توليد کې تر يو ځانګړي حد پورې ډېرښت راځي، دې ته د ډېرښت قانون وايي. د ډېرښت قانون کولای شو په لاندې جدول کې ښه تشريح کړو: که له موږ سره د لس جريبه ځمکې لپاره يو تراکتور شتون ولري نو د پانګې او کار د بېلابېلو واحدونو له کبله دا ډول توليدات ترلاسه کوو:

د پانګې او کار مقدار

ټول توليد

وروستی توليد

1

100ټنه

100ټنه

2

300 ټنه

200=100 -300

3

600ټنه

300=300-600

4

1000ټنه

400=600-1000

5

1500ټنه

500=1000-1500

د پورتني جدول څخه راڅرګندېږي، که د ځمکې مقدار ثابت وي او د نورو عواملو په مقدار کې زياتوالی راشي، په توليد کې د هغوی په نسبت ډېر زياتوالی راځي دساري په ډول: که د پانګې او کار مقدار (1) وي، نو ټول توليد 100ټنه وي، خو که د پانګې او کار مقدار دوه برابره شي، ټول توليد د 200 پرځای 300 سوه کېږي چې دې ته د ډېرښت قانون ويل کېږي. د ډېرښت کولای شو چې قانون په لاندې ګراف کې هم ښه روښانه کړو:

په پورتني ګراف کې  دوه مستقيم خطونه لیدل کیږي چې د wtاو we په نامه يادېږي او د w په نقطه کې سره يو بل پرې کوي. د wt مستقيم خط د کار او پانګې واحدونه ښکاره کوي. د we مستقيم خط د نهايي توليد مقدار راښيي، کله چې موږ يو واحد کار او پانګه ولرو، نو زموږ ټول توليد سل ټنه کېږي، خو کله چې د کار او پانګې يو واحد بل ور اضافه کړو چې ټول دوه واحده شي، نو ټول توليد د دې پر ځای چې دوه سوه ټنه شي درې سوه کېږي او نهايي توليد دوه سوه ټنه چې همداسې ادامه لري له ګراف څخه هم راڅرګنديږي چې که د کار او پانګې يو واحد وي ټول توليد سل ټنه خو کله چې د کار او پانګې واحدونه دوه کېږي د دې پر ځای چې دوه سوه شي درې سوه کېږي.

د لګښتونو د کمښت د حاصل د ډېرښت د قانون دويم نوم دی، ځکه کله چې د پانګې او کارګر په مقدار کې ډېرښت راوستل شي، ورسره په منځنيو لګښتونو او يا نهايي لګښتونو کې کمښت راځي چې کولای شو لاندې جدول ته هم ځير شو:

د پانګې او کارګر اندازه

ټول توليد

ټول لګښت

منځنی لګښت

1

100

1000

10=100/1000

2

300

2000

6.67=300/2000

3

600

3000

5=600/3000

4

10000

4000

4 =1000/4000

5

15000

5000

3.33=1500/5000

منځني لګښتونه = ټول لګښتونه/ټول توليد. منځني لګښتونه موږ ته د ټول لګښت پر ټول توليد وېشي او ورسره موږ ته منځني لګښتونه په لاس راځي.

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې د کار او پانګې د يو واحد له کبله سل ټنه توليد صورت نيسي چې ټول لګښت پرې زر افغانۍ راځي او منځنی لګښت يې لس افغانۍ کېږي. خو کله چې د پانګې او کار واحدونه دوه کېږي ټول توليد درې سوه، ټول لګښت دوه زره افغانۍ او منځنی لګښت 6.67 ته راښکته کيږی چې همداسې ادامه پيدا کوي، هر څومره چې د کار او پانګې واحدونه ډېر شي منځنی لګښت ورسر کميږي، کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو.




په ګراف کې لیدل کیږي چې کله چې د کار او پانګې واحد يو وي منځنی لګښت لس افغانۍ وي، خو کله چې د کار او پانګې واحدونه دوه کېږي منځنی لګښت مخ په ښکته راځي منځنی لګښت يا مصرف 6.67 ته راښکته کېږي چې همداسې ادامه پيدا کوي.

د حاصل د ډېرښت او د لګښت د کمښت د قانون فرضیې:

● د توليد د عواملو ښه يو ځای کېدل: د دې قانون د سم ثابتولو لپاره دا خبره بايد فرض کړای شي چې تر اوسه د توليد عواملو د يو ځای کېدو ښه حد نه دی تير د توليد د عواملو ښه يو ځای کول هغه وخت وي چې د توکو د توليد په وخت کې لګښتونه کم تر کمه شي.

● د برخو بڼه: دا قانون هغه وخت عملي کېږي چې د توليد متغيرو عواملو بڼه يو شان وي او  هېڅ ډول بدلون په کې نه وي راغلی.

● د توليد طريقه: د دې قانون د سم ثابتولو لپاره بايد د توليد په طريقه کې توپير را نه شي.

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top