بغلان کې د طالبانو والي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی

image_demo_30



له بغلان څخه راپورونه وايي چې د طالبانو له خوا دغه ولایت ته ټاکل شوی والي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له خپلو ۱۵ ملګرو سره وژل شوی دی.
د ځانګړو ځواکونو ویاند رسنیو ته ویلي دي چې مولوي لعل له خپلو ۱۵ ملګرو سره د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې هغه وخت ووژل شو چې د پلخمري په ډنډغوري سیمه کې د دولت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو په طرح کولو بوخت و.
له بلې خوا په ولسي جرګه کې د بغلان وکیلان وايي چې په یادو عملیاتو کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top