ولسي جرګې د ناسوبو وکیلانو پر وړاندې نوي ګامونه پورته کړي

image_demo_30



د ولسي جرګې چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو وویل چې د ناسوبو وکیلانو پر وړاندې د لازمو ګامونو پورته کیدل ګټور وو او باید د ولسي جرګې د داخلي دندو اصولو لایحه نور بندونه هم عملي کړل شي.
د ولسي جرګې مرستیال عبدالقادر ځاځي وویل چې د دغه قانون قید او شرطه عملي کول ښه نتیجه لري او له دې وروسته به د یاد قانون ۱۲۵مه ماده پر ټولو وکیلانو عملي کړل شي.
نوموړي ویلي که چېرې کوم وکیل له ۷ ورځو زیاته غیرحاضري وکړي نو د حقوقو په کمیدلو سربېره به یې نوم هم افشا کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا به زیاتره مهمې فیصلې د ولسي جرګې د اکثریت وکیلانو د ناسوبتیا له امله ځنډیدلې او وروسته له هغې چې د داخلي دندو اصولو لایحه پر ۴ وکیلانو عملي کړل شوه زیاترو وکیلانو له غیرحاضریو لاس اخیستی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top