مدني فعالان: پکتیکا د سقوط له ګواښ سره مخ ده

مدني فعالان: پکتیکا د سقوط له ګواښ سره مخ ده



د پکتیکا یو شمیر مدني فعالانو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اندیښنه وښوده چې ګواکې طالبان د دغه ولایت د نیولو په هڅه کې دي.
په یاده ناسته کې یو شمیر فعالانو خبر ورکړ چې د پکتیکا- کابل او پکتیکا- غزني لارې د وسله والو له ګواښ سره مخ دي او ورځ تر بلې یې پر دغو لویو لارو نفوذ زیاتیږي.
محمدنبي زیارمل د پکتیکا ولایت خبریالانو شورا رییس وویل چې طالبان په یاد ولایت کې د وسلو پېر او پلور کوي او د پکتیکا خلک هم د خپل شخصي امنیت د ساتلو لپاره وسلې اخلي.
خو له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت یادې ادعاوې رد کړي دي او وايي چې په پکتیکا ولایت کې د خالد عملیات جریان لري او د شخصي وسلو پېر او پلور نشته.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پکتیکا یو شمیر قومونو د دغه ولایت د والي پر وړاندې مظاهره وکړه او نوموړی یې به بې کفایتۍ او د قومونو تر مینځ په نفاق اچولو او قومي مشرانو ته په سپکاوي تورن کړ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top