۹۶ سلنه افغان یتیمان پالنځي نه لري

image_demo_30



د افغانستان د قوانینو له مخې، له اتلس کلنۍ ټول کم عمره ماشومان چې بې سرپرسته وي، دولت یې په پالنځیو کې د روزنې موکه برابروي، خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دمګړۍ یې په دولتي او خصوصي پالنځيو کې ۱۳۵۰۰ افغان بې سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې نیولي دي. دا د ټولو بې سرپرستو ماشومانو څلور سلنه جوړوي.
د کابل ښار درېیمې ناحیې د علاء الدین پالنځي کې ۳۰۰ بې سرپرسته افغان ماشومان روزل کېږي.
په دولتي او خصوصي پالنځیو کې ساتل کېدونکو ماشومانو د ګټې وټې کس له لاسه ور کړی او نږدې خپلوان یې هم لازم لاسنیوی نه کوي.
کوچنۍ (مینه) چې وخت د مور او پلار له غېږې جدا کړې، له شپږو کلونو د علاء الدین په پالنځي کې ژوند کوي. هغې بي بي سي ته وویل، بې کسۍ تر دې ځایه رارسولې ده: "زه مور او پلار نه لرم پخوا مي له تره سره اوسېدم خو هغه زما د ساتلو وس نه درلود. دا د بې سرپرسته ماشومانو لپاره ښه ځای دی ښه روزنه او پالنه یې کیږي."
افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو له راتلو یو تعبیر دا و چې هوساینه به راولي، خو د یتیمانو وضعیت ته په کتو معلومېږي چې دوی له هغو مرستو ډېر کم څه یا هیڅ هم نه دي تر لاسه کړي.
له پالنځیو بې برخې افغان ماشومانو یو شمېر یې د خپلې کورنۍ د مالي او کاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ دي سخت کارونه وکړي.
د شکېدلو او بې تڼیو جامو، چاودو پښو او نامنظم وضعیت لرونکی احمدالله چې په کابل ښار کې لاسي توکي پلوري، هیله لري دی هم د نورو ماشومانو په څېر پاک سوتره ښوونځي ته لاړ شي، خو اقتصادي وضعیت یې د روزۍ ګټلو پنډکی تر شا ور تړلی: "غواړم ښوونځي ته لاړ شم، خو مجبور یم چې کار وکړم ځکه اقتصادي ستونزې لرو."
د۴۰ - ۴۵ کاله عمر لرونکې یوه ښځه چې له نوم ښودلو یې ډډه کوله په دې هیله له کوره راوتلې چې ماشومان یې د ښې راتلونکې لپاره په یوه خصوصي پالنځي کې داخل کړي.
جګړو داسې ډېرې افغانانې له کړاوه ډک ژوند پرمخ وړلو ته یوازې پرې اېښي دي.
هغه وايي چې مېړه یې دوه کاله وړاندې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او په خبره یې چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي عریضه یې دلته راوړې که ومنل شي نو له نالوستۍ او ایله ژونده به وژغورل شي: "خاوند مې کاریګر و په یو ځانمرګي کې ووژل شو. زه په کرایي کور کې ژوند کوم د ۵ ماشومانو د ساتلو وس نه لرم."
د اسرا په نامه د یوه خصوصي پالنځي چلوونکي وايي، پالنځی یې د خلکو په مرسته چلېږي چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو یې پکې ۳۰ بې سرپرسته ماشومانو ته د پالنې موکه برابره کړې ده.
د پالنځي مشر مجیب الرحمن لحاظ وايي، که یې ملاتړ وشي تر روزنې لاندې ماشومان به تر بلوغه وپالي، خو په خبره یې چې په پالنځي کې یې لا د بې سرپرسته نجونو د روزنې اسانتیا نه شته.
د افغانستان د کار، شهیدانو او ټولنیزو چارو وزارت رسنیز سلاکار فتاح عشرت احمدزی د پالنځیو د ښه والي او پراختیا په اړه د حکومت له پروګرامونو خبر ورکړ او ویې ویل: "هڅه مو دا ده چې د دوی په اوسني وضعیت کې بدلون راشي."
بهرنۍ مرستې د افغانستان د انکشافي بودیجې غوړه برخه جوړوي، له ۲۰۰۲ کاله راپدېخوا تر سلو میلیاردو ډېر ډالر د افغانستان پر بیارغونې، بنسټيزو پروژو او د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا لګول شوې دي. خو لا هم په افغانستان کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې او اړتیا ده چې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړی پام وشي.
تر اوسه لا د عامه او ټولنیزو خدمتونو لکه د پالنځیو په جوړولو ډېر تمرکز نه دی شوی.
 
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top