حامد کرزی: امريکايانو افغانستان  د پرديو د جګړو پر ډګر بدل کړی

حامد کرزی: امريکايانو افغانستان  د پرديو د جګړو پر ډګر بدل کړی



پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغانانو له امریکا څخه په افغانستان کې د سوله او امنیت د ټینګولو تمه لرله، نه دا چې زموږ هېواد د خپلو خطرناکو وسلو د ازمویښت لاربراتوار وګرځوي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، که امریکایان صادق وي او غواړي چې افغانستان ته رښتیا ثبات راولي، نو هر کلی یې کوي او که غواړي چې زموږ هېواد د پردیو د جګړو پر ډګر بدل کړي یا دلته خپلې وسلې و ازمويي، نو د ایستلو لپاره به یې ګامونه پورته کړي.
ښاغلي حامد کرزي ویلي، د امریکا له لوري زموږ په هېواد کې د یوه ستر غیر اټومي بم استعمال د ملي حاکمیت نقض او افغانستان ته سپکاوی دی.
ده همدا راز د ملي وحدت حکومت پر هغو مشرانو نیوکه کړې، چې د یاد بم د غورځولو اجازه یې ورکړې ده.
د کرزي په وینا هغه کسان د افغانانو استازیتوب نه شي کولای چې افغانستان او افغان ملت ته ژمن نه وي او یوه پردي هېواد ته د دې کار اجازه ورکول ملي خیانت دی.
ښاغلي کرزي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په ننګرهار کې د بمونو مور کارول د امریکا له لوري یو وحشیانه عمل و، چې پر بې ګناه خاوره تر سره شو.
کرزي زیاته کړې چې امریکا دې له افغانستان او افغانانو سره صادقانه چلند وکړي او د یوه سوله ییز او امن ژوند په برابرولو کې دې برخه واخلي، نه چې دا هېواد د جګړو او ازمویښتونو پر ډګر بدل کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top