په اچین کې بمبار شوې سیمه اوس هم د امریکایانو له لوري کلابنده ده

په اچین کې بمبار شوې سیمه اوس هم د امریکایانو له لوري کلابنده ده



د ننګرهار په اچین کې د امریکايي ځواکونو له لوري د کارول شوي ستر بم سیمه لا هم محاصره ده او هېڅ افغان خبریال او افغان سرتېرو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
د جګړې ضد خوځښت په نوم حرکت پرون په کابل کې د یوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې د امریکا له لوري د ستر بم پر کارونې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دې برید له استعممال پنځه ورځې اوړي، خو لاهم امریکايي ځواکونو سیمې ته هېڅ افغان چارواکي او خبریال ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.
دغه جریان وایي، چې امریکا افغانستان د خپلو وسلو د ازمایښت په لابراتوار بدل کړی.
دوی داعش جنګیالي په خپله د امریکا پروژه بولي او وايي که امریکا د دې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې ریښتینې مبارزه کوي باید پر اصلي مرکزونو یې، چې په پاکستان کې دي بریدونه وکړي او پر دغه هېواد فشارونه زیات کړي.
بل پلو دوی وايي، چې په افغانستان کې د امریکا له لوري د تر ټولو ستر بم استعمال په دې هېواد کې د سترو قدرتونو رقابت ته لار اواروي او پروړاندې یې د افغان حکومت ناسم سیاستونه به دغه هېواد پر دویمه سوریه بدلولای شي.
د جګړې ضد دغه جریان همداراز د سولې په برخه کې د حکومت سیاستونه مبهم بولي او وایي، چې په دننه حکومت کې یوشمېر کړۍ د سولې پروړاندې خنډ دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top