د ښې حکومتولي استازی هم اصلاحات نه مني

image_demo_30



تېره ورځ یې وویل «غني په دې کار سره سیاسي بې‌ثباتۍ او کورنۍ جګړې ته زمینه برابروي» د جنګ سالارانو له خولې دغه ډول خبرې راوتل څه نوې خبره نه ده، دوی تل جنګ ته لمن وهلي او همدغه یې د تېرو کړنو او ویجاړیو د ثبوت لپاره یو ښه دلیل دی .
  په دولتي چوکاټ کې تغیر او تبدیل یو قانوني او منل شوی اصل دی، چې موخه یې په دولتي اداراتو کې د  چارو ښه په مخ بیول دي، خو دلته یوه ډله زور واکي تل حکومت په همدې ټکي تر تهدید  لاندې نیسي چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو کورنۍ جګړه به پیل کړي .
  دوی  له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په حکومت کې لویه برخه تشکیل کړې او تر څنګ یې حکومت په همدې ټکي تر تهدید لاندې نیولی، چې له دوی سره دې دغه سهم په میراثي ډول پاتې شي، که دوی له دې میراث نه د لږې مودې لپاره هم لري کړی شي، نو جګړې ته به مخ کړي .
  د دندې څخه د ګوښه توب په بهانه د جګړې په نوم تهدید او په خپلې دندې پاتې کېدل د ښې حکومتولۍ خلاف عمل دی، په داسې حال کې چې د ښې حکومتولۍ د را منځته کولو په موخه دې دوه کاله دنده هم تر سره کړي وي، اوس که فکر وشي رښتیا هم د دغه ډول کسانو پر مټ ښه حکومتولي رامنځته کول هسې بې ځایه خیال و، چې دا دوه کاله مو ورته چغې وهلې، چې ګواکې ښه حکومتولي  به رامنځته شي،  بلکه د دې په خلاف له دوی نه همدغه یوه تمه کېدای شي، چې هغه د ښې حکومتولۍ پر وړاندې د خنډونو را مخته کول دي .
  هغه ډلې چې په شکل د اشکالو یې د حکومت دننه حکومت تر تهدید لاندې نیولی، د دوی دغه باور باید مات کړی شي، ولسمشر باید نور د دغه ډول تهدیدونو پر وړاندې مبارزه وکړي، تر څنګ یې باید دا هم ووایم، دوی خو د طالبانو پر وړاندې هم جګړه کوله چې د هېواد یوه کونج ته یې ټول کړي وو، دوی ښه وسیله موندلې چې هغه د نظام تهدید دی .
   دوی به اوس هر ډول خبرې را برسېره کوي، هر بوټي ته به لاس اچوي، په ولسمشر غني به د قومي او ژبنی تعصب  تور هم پورې کوي، د احمد ضیا مسعود د ګوښه کولو نه به د سیاسیي حربې په توګه کار اخلي، خو اصلي خبره بیا هم د دوی د قدرت غوښتنې حس دی، چې ټول عمر یې د ځان لپاره د میراثي  حق په توګه پېژندلی دی .
  که د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر غني استازی احمد ضیا مسعود  په رښتیا هم د ښې حکومتولي را منځته کولو ته ژمن وی، نو اوس به یې هېڅ کله هم د کورنۍ جګړې رامنځته کېدا  اویا هم دا نه ویل چې ولسمشر غني د دې واک نه لري، چې دی له دندې ګوښه کړي، اوس نو پوښتنه دا  ده ؟ هغه څوک چې پخپله ښې حکومتولۍ ته ژمن نه وي څه ډول به هغه وکولی شي چې د ښې حکومتولي را منځته کېدو لپاره کار وکړي ؟
  د نوموړي دغه څرګندونې په ښکاره د دې ثبوت وړاندې کوي، چې دی نشي کولی د ښې حکومتولي لپاره کار وکړي، ښه حکومتولي رامنځته کړي او ټولنه مو د ښې حکومتولي شاهده وي، د ده دغه څرګندونې پخپله د دې ثبوت وړاندې کوي، چې نوموړي په خپله کاري موده کې د ښې حکومتولي په برخه کې په رښتیا هم کار نه دی کړی، د ښې حکومتولي رامنځته کول یې موخه نه وه او نه هم د ښې حکومتولي په برخه کې کومه لاسته راوړنه لري، نو د نوموړي تازه څرګندونو ته په کتو سره ویلی شو ، چې د دغه ډول وګړو تر قیادت لاندې د ښې حکومتولي شعار او رامنځته کول یې په خیالي دنیا کې ځانته ماڼۍ جوړول دي اوبس .
لیکنه : نظیف الله نظیف
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top