عطا محمد نور: عبدالله عبدالله دې د احمد ضیا مسعود د ليرې کيدو ځواب ووايي

image_demo_30



د بلخ والي عطا محمد نور، تيره ورځ په اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر استازي احمد ضیا مسعود د ليرې کیدو په غبرګون کې وويل، چې اجرائیه رييس عبدالله عبدالله باید ځواب ووايي.
عطا محمد نور پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: «احمد ضیا مسعود د جمعيت ګوند مرستیال او ملي اتل احمدشاه مسعود له کورنۍ نه دی او عبدالله هم د جمعيت له پتې حکومت ته ننوتی، ډاکتر عبدالله دې توضیحات ورکړي چې په دې هکله يې موقف څه دی، موږ د ډاکتر عبدالله ځواب ته منتظر يو.»
په ارګ کې سرچينې وايي، چې احمد ضیا مسعود د بې کفاتيۍ په وجه له دندې د ولسمشر په  فرمان سره ليرې کړل شوی دی.
وروسته له هغې چې ولسمشر محمد اشرف غني د احمدضیاء مسعود له دندې د لېرې کیدو فرمان صادر کړ نوموړي په یوه خبري غونډه کې خبرداری ورکړی دی چې ولسمشر دا قدرت او صلاحیت نه لري چې دی له دندې لېرې کړي.
مسعود ویلي دي چې که ولسمشر خپل فرمان بېرته وانخلي نو هیواد به کړکیچ سره مخ شي.
نوموړي څرګنده کړه چې ولسمشر په دې اړه له هیچا سره مشوره نه ده کړې او نه یې هم ده خپله ګناه په ګوته کړې ده.
مسعود د خپلو خبرو په جریان کې دا هم وویل چې ده غوښتل له خپلې دندې استعفا ورکړي خو ولسمشر یې له پلانه خبر شوی او د ده د عزل فرمان یې صادر کړی دی.
همدارنګه نوموړي دولت په بې کفایتۍ تورن کړ او ویې ویل چې ډاکټر اشرف غني په هیواد کې د ناامنۍ او کړکیچ غوښتونکی دی.
مسعود ګواښ کړی و، چې د ده ليرې کیدل به په هېواد کې کړکيچ رامنځته کړي او که وينې وبهيدلې، نو مسؤلیت به د جمهور رييس غني پر غاړه وي.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top