امریکا د ملي وحدت حکومت مشران مسخره کړل؟

image_demo_30


د امریکا مرستیال ولسمشر د افغان حکومت هغه خبره مسخره کړه چې د نړۍ ستر غیر اتومي بم د دوی په غوښتنه پر داعش غورځول شوی دی. پر اچین ددغه بم له کارولو وروسته د ملي وحدت حکومت مشرانو ویلي وو چې دا کار د دوی په غوښتنه او خوښه شوی دی. اوس اوس د امریکا مرستیال ولسمشر وايي چې برید دوی په افغانستان کې د کوم ځانګړي هدف لپاره نه، بلکې د شمالي کوریا د وېرولو لپاره کړی دی. د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنیس په جنوبي کوریا کې خبریالانو ته ویلي، په افغانستان او سوریه کې زموږ بل کوم خاص هدف نه و، غوښتل مو شمالي کوریا ته دا پیغام ورکړو چې امریکا هر څه کولی شي او هر ډول ګام پورته کولی شي.

د ملي وحدت حکومت هر وخت د امریکايي جنایتونو د توجیه هڅه کړې، خو کله کله امریکایانو خپل جنایت منلی او یا یې داسې خبرې کړي چې د ملي وحدت حکومت مشران یې ولس او نړۍ ته شرمولی دي. د ملي وحدت حکومت وايي چې پر اچین بم د دوی په غوښتنه او د داعش د له منځه وړلو لپاره شوی، خو د امریکا مرستیال ولسمشر وايي چې زموږ هدف د شمالي کوریا ډارول و او په افغانستان کې مو کوم هدف نه درلود. یوازې همدا حالت موږ ته ښيي چې د ملي وحدت حکومت مشران له حالاتو څومره ناخبره، امریکا ته تسلیم شوي او د امریکايي جنایتونو توجیه کوونکي دي. دوی رښتیا هم د امریکا پر هر جنایت پرده اچوي او د افغانستان، افغاني ګټو او افغاني ارزښتونو پر ځای، امریکاي او امریکايي ګټو ته ژمن دي. تر ټولو بده یې لا دا چې دوی پرته له دې چې امریکا ورته ویلي وي د هغوی د جنایتونو د پټولو هڅه کوي. افغانان پوهیږي چې پر اچین د ستر بم د غورځولو په اړه د افغانستان حکومت هېڅ ډول معلومات نه لرل، خو له دې امله چې امریکا ته ځان نږدې کړي او د هغوی جنایت پټ کړي، نو ادعا یې وکړه چې برید د دوی په خوښه شوی او هدف سم دی. اوس چې د امریکا مرستیال ولسمشر اصلي هدف بیان کړی، د ملي وحدت حکومت مشران به څه وايي!؟ اوس یې له یوه اړخه خبره ناسمه شوه او له بله اړخه پر امریکا نیوکه هم نشي کولی چې ولې یې د بم هدف د شمالي کوریا وېرول ښودلي دي.

هره ورځ روښانه کیږي چې امریکا د افغانستان خاوره د خپلو نورو اهدافو لپاره کاروي. دوی داعش روالي چې سیمه پرې وویروي. دوی ستر بم را غورځوي چې شمالي کوریا او روسیه وویروي، خو د افغان انسان او افغانستان زیان ورته هېڅ مهم نه دی. د ملي وحدت حکومت مشرانو ته هم د افغان انسان وینه مهمه نه ده، دوی ته د افغانستان خاوره، اوبه، چاپېریال او هېڅ ارزښت نه لري. له همدې لامله هر څه د امریکا په پښو کې غورځوي او د هغوی د خوشاله کولو هڅه کوي. زموږ حکومت زموږ، زموږ د غوښتنو او اهدافو استازیتوب نه شي کولی، نو د ځان، خاورې او خپلو ارزښتونو د ساتلو لپاره یې پراخ سوله ییز خوځښت په کار دی چې افغان انسان او افغانستان بېرته خپل ارزښت پیدا کړي.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top