په ننګرهار کې د داعش راډیو لا هم فعاله ده

image_demo_30


په داسې حال کې چې په ننګرهار کې ظاهراً د داعش وسله والو پرضد عملیات روان دي، خو د خلافت غږ په نوم د دې ډلې ایف راډیو لا هم په ننګرهار کې نشرات کوي او پر مرکز سربېره د ننګرهار ولایت په ګڼو ولسوالیو کي اورېدل کېږي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړی وايي دغه راډیو سره له دې چي له نامعلوم ځایه نشرات کوي، خو خپرونو يې د خلکو ذهنونو خراب کړي دي .

د ولایتی شورا دغه وکیلان وايي سره له دې چې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد پراخ عملیات روان دي، خو تر عملیاتو د یادې ډلې د تبلیغاتي جګړې مخنیوی ډېر مهم دی .

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له افغان کومانډو ځواکونو سره په ګډه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کي پراخ پوځي عملیات پیل کړي او ادعا کېږي په دې عملیاتو کې لسګونه داعشیان وژل شوي خو ولایتي شورا بیا تر هر څه د داعش تبلیغات خطرناک بولي.

 


tags

ستاسې تبصرې

*

Top