دوستم او د هغه ملاتړي له ولسمشر غني سره خپله سیاسي مقاطعه اعلانوي

image_demo_30


د جنرال عبدالرشید دوستم لپاره د جوزجان پر پخواني والي د جنسي ځورونې قضیه هغه ته د لومړي معاونیت د څوکۍ دلاسه ورکولو په بیه تمامېدونکې ده.

د احمد ایشچي په قضیه کې د ولسمشر او  جنرال دوستم ترمنځ له رامنځ ته شوی درز وروسته نوموړی خپل کاری دفتر ته نه ورځي.

د ډېرو په باور نوموړی نظربند دی، خو د جنبش ګوند ویاند د نوموړي پر نظر بندۍ ټینګار نه کوي، مګر د جنرال دوستم په مشرۍ د هغه د سیاسي ملاتړو سره یوځای له ولسمشر سره  په نږدې راتلونکې کې د سیاسي مقاطعې خبر ورکوي.

خو له دې سره سره تر دې مهال روښانه نه ده چې جنرال دوستم د لومړي معاونیت له څوکۍ سره مخ ښه کوي او که څنګه؟

په ټوله کې هغه څه چې د جنرال دوستم د ناراضۍ لامل شوی د ولسمشر له لور ي د هغه د صلاحیتونو محدودول دي، هغه موضوع چې د ولسمشر لومړی مرستیال یې د خپلې پرېکړې اعلان ته اړ کړی دی.

له حکومت سره د جنرال دوستم د سیاسي مقاطعې موضوع د حکومت لپاره هم ستونزه بلل کېږي. د ملي شورا غړي وایي، په حکومت کې د جنرال دوستم رول محوري بڼه درلوده او واک ته یې دولسمشر غني په رسېدو کې ټاکونکې ونډه لرله .

د ولسمشر لومړی مرستیال په داسې حال کې د یوه نوي سیاسي اېتلاف د جوړولو خبر ورکوي، چې ولسمشر په تازګۍ د ښې حکومتولۍ په چارو کې خپل استازی له دندې لرې کړی او ښایي نوموړی دجنرال دوستم له سیاسي اېتلاف سره یوځای شي.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top