غور کې یو ځوان خپله خور د بدلمنۍ په تور وژلې

image_demo_30



له غور ولایت څخه راپورونه وايي چې یو ځوان خپله پیغله ناوې خور هغه وخت ووژله چې د میړه له خوا یې نوموړي ته زنګ ووهل شو او ورته ویې ویل چې خور دې باکره نه ده او راشه له ځان سره یې بوزه!
د نجلۍ ورور نوموړې نجلۍ کور ته پر لاره وژلې ده.
د غور پولیسو قوماندان یاده پیښه تایيد کړې ده او ویلي یې دي دغه پیښه د یاد ولایت شهرک ولسوالۍ په اوشانو کلي کې رامینځ ته شوې ده.
نوموړي ویلي دي چې یاده سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top