دفاع وزارت: ۱۲۵ وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې

image_demo_30



دافغانستان دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۶۷ وسله وال مخالفین وژل شوي دي او ۵۸ نور یې ټپیان دي.
نوموړي عملیات چې افغان توپچي او هوايي ځواکونو یې هم ملتیا کوله په کاپیسا، خوست، ننګرهار، غزني، کندهار، ارزګان، فراه، فاریاب، هرات، کندوز، کابل، سرپل او هلمند کې تر سره شوي دي چې له مرګ ژوبلې سره سره یې ۴ تنه وسله وال ژوندي نیول شوي دي.
وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د تلفاتو یادونه نه ده شوې.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top