جيوسټشنر ي مدار Orbit  Geostationary!

image_demo_30



د  جيوسټشنر ي مدار (  Orbit  ) Geostationaryچې د جيو  (GEO ) مدار په نامه هم ياديږي  د سمندر له سطحی څخه ٣٥٧٨٦ کيلومتره  لوړوالی لري. په دې مدار کې د درو سپوږمکیو پرمټ د قطبینو پرته د ځمکې ټوله کره تر پوښښ لاندې راوستلای شو. نن سبا د مخابراتي ،  تلويزوني او  د هوا د وړاندوينې ، د سپوږمکيو د ځای په ځای کولو له پاره   تر ټولو ډير کاريدونکی مدار ګڼل کيږي .
دا مدار د (Arthur C.Clark) په نامه هم ياديږی، ځکه چې نوموړی عالم په ١٩٤٥ م کال کې ) د بې سيمه نړۍ (Wireless World) په مجله  کې يوه مقاله نشر کړي وه، اوهغه وخت يې  د همداسی يوه مدار مفکوره اوخيال وړاندې کړی وو.

ددې مدار سپوږمکۍ چې په يوه  دايروي مدار کې ځای لري ، د استوا د کرښې سره يو ځای له ځمکې سره هم مهاله تاويږي او تل د استواکرښې  پر يوه مشخصه نقطه تمرکزلري .
دا د فضايی سپوږ مکيو د ځای په ځای کولو له پاره ،  تر ټولو ثابت اوپايداره مدار دی چې دځمکی د وضعي حرکت سره سم حرکت کوي. هره فضايي سپوږمکۍ چې په دې مدار کې ځای په ځای کيږي، هغه هم د ځمکې د وضعي حرکت سره سمه چورليږي ،نو ځکه د ځمکی اوسيدونکو ته ځای پر ځای او ثابته ښکاري.

د استوا کرښې د پاسه فضا ، او س  د بېلابېلو سپوږمکيو د ځای په ځای کيدو له امله  ، په ډکېدو ده، نوځکه  د سپوږمکيو په لېږدولو کې بايد ډېر پاملرنه  وشي تر څو د نورو سپوږمکيو په سګنال کې مداخله ونه شي .
دا مدارد سپوږمکیو دځای پر ځای کولو لپاره څو ښيګڼې لري، چې له هغې جملې   يوه داده چې د سپوږمکۍ موقعيت داسې دی چې د ځمکې له حرکت سره  سم چورليږي ، نو ځکه د سپوږمکيو او پر ځمکه د ايښودل شوو انټنونوتر منځ  د فريکونسۍ بدلون او تغيرد ستونزې سره نه مخ کيږي. دوهم ښيګڼه  يې داده چې  سپوږمکۍ څارل له ځمکې څخه ساده وي.

جيو سټيشنري مدار سپوږمکۍ،  د ځمکې دکرې نږدې ٤/١ برخه  فضا رانغاړي، نوکه  ٣ دا ډول سپوږمکۍ چې يو له بل نه ، په ١٢٠ درجو زاوېې جدا، ځای په ځای شي ،  د ځمکې د کرې تقريبا ټوله فضا پوښلی شي .

خو له بلې خوا  يو څه ستونزې هم لري، چې يو له هغو  څخه داده چې د  ٣٥٠٠٠ کيلومتره سفر وروسته سګنال تر ډېره حده کمزوری  کيږي. بله ستونزه  يې داده  چې د جيو سټيشنري سپوږمکۍ څخه د ځمکې د کرې ، شمالي او جنوبي قطب  لرې پرتې سيمې په ضعيفه توګه اویا هېڅ تر پوښښ لاندې راولي.
   سرچینه!https://en.m.wikipedia.org/wiki/Geostationary_orbit
tags

ستاسې تبصرې

*

Top