مسعود: ولسمشر نه شي کولی ما له دندې لېرې کړي

image_demo_30



وروسته له هغې چې ولسمشر محمد اشرف غني د احمدضیاء مسعود له دندې د لېرې کیدو فرمان صادر کړ نوموړي په یوه خبري غونډه کې خبرداری ورکړی دی چې ولسمشر دا قدرت او صلاحیت نه لري چې دی له دندې لېرې کړي.
مسعود ویلي دي چې که ولسمشر خپل فرمان بېرته وانخلي نو هیواد به کړکیچ سره مخ شي.
نوموړي څرګنده کړه چې ولسمشر په دې اړه له هیچا سره مشوره نه ده کړې او نه یې هم ده خپله ګناه په ګوته کړې ده.
مسعود د خپلو خبرو په جریان کې دا هم وویل چې ده غوښتل له خپلې دندې استعفا ورکړي خو ولسمشر یې له پلانه خبر شوی او د ده د عزل فرمان یې صادر کړی دی.
همدارنګه نوموړي دولت په بې کفایتۍ تورن کړ او ویې ویل چې ډاکټر اشرف غني په هیواد کې د ناامنۍ او کړکیچ غوښتونکی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top