اوس نو ور ‌‌‌‌‌ته ‌‌‌‌‌‌ډنګ ورکړه! چوکۍ او امتیاز په تهدید ساتي!

image_demo_30



زه د برحق بودن او عدم برحق بودن بحث نه كوم. 
زه دلته هغه څه چې وینم د بعضې د پوهولو لپاره ترجمه او تفسیر کوم.
زما حمایت دې وکړ نو چوکۍ مې درکړه اوس دې زما له حمایته لاسه اخیستی او زما پر ضد دسیسې ( پر حقه یا ناحقه) کوې نو زما سره نه یې نو زه هم وایم چې نه یې!
نو هغه اعزازي مقام مې چې درکړای وه واپس واخیست.
دا ستا متحدينو !؟ خو جناب امرالله صالح او جناب داكتر عبدالله سره دي.
نو ددې خبرې منطق او درک خو دومره سخت نه دی. دا ولې ددې بعضو سر پرې نه خلاصیږي يا سر خلاصةل نه غواړي. او بيا ستا تحصيل، ستا پوهه او ستا زده کړه او ستا امتیاز څه دی. تاته یې درکوم ولې ستا مشر رور ته چې د بنیاد مشر او د هغه بل د زوی خسر هم دی. او ریښتیا د کار نتیجه دې مالومه نه ده چې نه ده. اوس زما د مخالفینو سره یوځای زما پر ضد
جبهې جوړوې!

او یوه بله: په حاکمیت کې د نفوس، قوم، ساحې په تناسب له یوې درې څخه څومره ‌‌‌‌‌‌ډېر او دومره ‌‌‌‌‌‌ډېر ولې حاکمیت کې دي؟ او ریښتیا دا د کابل اکثره اختطافونه چې نیول شوط ولې د پروان شاوخوا سیمو ته ارتباط لري؟
یاره الله ( ج) دې مونږ ته ( تاسې ته ) هدایت وکړي!
که دلته امريكايانو حضور نه لرلای په تېرو دونیمو کلو کې به افغانستان كې حد اقل ٤ كودتاوې شوې وای.
لاپې دباپې مه کوئ او د سره بریتو تر حضوره مو هیڅ د لاسه نه دي پوره او د هغوی له ‌‌‌‌‌‌ډارې به هیڅ هم ونشې کړای. وای مو پر حال چې امریکایانو مو پریږدي او دا زور او زر مو چې تر لاسه کړای د تمامو نعماتو سره درنه پاکستان ونیسي. نو بیا به درته خواند درکړي.
ګر نمی داني بدان!
tags

ستاسې تبصرې

*

Top