افضلي:  حکومت خلکو ته د حساب او معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلی

افضلي:  حکومت خلکو ته د حساب او معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلی



اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون وايي، افغان حکومت د لویو ملي پروژو په اړه خلکو ته د معلوماتو او حساب ورکونې په برخه کې پاتې راغلی.
د دغه کمېسیون مشر وايي، تر دې دمه حکومت یوازې په شعارونو خلک تېر ایستلي او په عمل کې یې څه نه دي کړي.
اکرام افضلي پرون ازادي راډیو ته ویلي چې حکومت باید د لویو پروژو او په ټوله کې د حکومتي چارو په اړه خلکو ته پر خپل وخت معلومات ورکړي.
نوموړي زیاته کړې: ((کله چې د اطلاعاتو او یا هم د حساب ورکولو وخت شوی حکومت په کې پاتې راغلی او یوازې یې په شعارونو او وعدو بسنه کړې ده، دا شان حکومتولي د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.))
اکرام په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د کانونو وزارت سرپرست وزیرې او د رسنیو دفتر یې د ټاپې پروژې په اړه رسنیو ته له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.
ارګ ماڼۍ، د جمهوري ریاست د چارو ادارې او د سوداګرۍ وزارت ویاندویانو بیا د ټاپي پروژې په اړه له رسنیو سره د وروستیو جزئیاتو شریکول د کانونو وزارت مسئولیت ګڼلی دی.
د ټاپي په نوم د ګازو د نل لیکې پروژه د ۲۰۱۵ میلادي کال په وروستیو کې په ترکمنستان کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ترکمنستاني سیال له لوري رسماً پرانيستل شوه.
دا نل لیکه په ترکمنستان کې د ۱۴۷ کيلومتره غځېدلو وروسته د افغانستان خاورې ته داخلېږي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان او هغه ځایه به هند ته وغځول شي.
وړاندې افغان چارواکو ویلي وو چې د دغه پروژې د پلي کېدو له کبله په افغانستان کې هر کال ۱۲ زره خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
که څه هم افغانان د ټاپي پروژې پلي کېدو ته ګڼې هیلې لري، خو دا چې حکومت په دې برخه کې د معلومات له ورکولو ډډه کوي د مشرانو جرګې یو شمېر غړي دغه موضوع له مسؤلیت څخه تیښته ګني.
د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مشر هاشم الکوزي په دې اړه ویلي: ((دوی د ټاپي په څېر مهمو پروژو ته پام نه کوي، د ټاپي په څېر د پروژو په پلي کېدو کېدای شي چې د بې کاره ځوانانو کچه ټیټه شي، خو تر اوسه د دې پرژوې هېڅ عملي کار نه دی معلوم.))
د الکوزي په خبره، که څه هم د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو افغانان هیله من شول چې حکومت به د لویو ملي پروژو په پلي کېدو سره په لکونو بې کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، خو د ده په خبره، تر اوسه حکومت یوازې خلک په شعارونو تېر ایستلي او داسې اقدامات چې د خلکو پر ورځني ژوند یې مثبت اغېز کړی وي، کم ترسره شوي دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top