وکیلان: امریکا د افغانستان خاوره د حکومت د بې کفایتۍ له امله د نورو هېوادونو پر ضد کاروي

image_demo_30


د ولسي جرګې غړي وايي چې د ملي یووالي حکومت د مسئولانو د بې کفایتۍ له امله امریکا د افغانستان په خاوره کې د خپلو وسلو ازمایښت او تر څنګ یې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده کوي.

هغوی دغه خبرې پرون د جرګې په عمومي غونډه کې کړې دي.

د یادې جرګې غړو ویلي چې امریکا د داعش د وژلو تر نامه لاندې په افغانستان کې د خپل ستر بم (د بمونو مور) ازموینه ترسره کړه او خپلو سیمه ییزو رقیبو هېوادونو ته یې د ځواک ننداره وړاندې کړه.

دغه راز د دې جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد وايي چې امریکا په افغانستان کې د دغه بم په استعمال سره د هېواد پر حریم مستقیم تېری کړی او د ملي یووالي حکومت باید په دې تړاو خلکو ته وضاحت ورکړي.

د دې جرګې ځینو نورو غړو هم ویلي چې د دغه راز سترو بمونو استمعال نه یوازې پر چاپېریال ناوړه اغېزه کوي، بلکې تر کلونو پورې به د انسانانو ژوند ګواښي.

ولسي جرګې د دې پېښې د ارزونې لپاره یوه پلاوي ته د نده وسپارله چې له سیمې څخه لیدنه وکړي او د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

وکیلان دا خبرې په داسې حال کې کوي چې حکومت لا هم د امریکا دغه برید پر ځای کار بولي او وايي چې په دغه برید سره د دولت لسګونه مخالفین وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار ولایت کې د امریکا د ستر غیر اټومي بم له استعمال وروسته اوس په سیمه کې د خلکو پر ژوند او چاپېریال د دغه بم د ناوړه اغېزو په تړاو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

بلخوا د یادې جرګې اداري پلاوي له ولسمشر غوښتنه وکړه چې د سرپرستۍ لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او ژر تر ژر نوي نوماند وزیران معرفي کړي.

 


tags

ستاسې تبصرې

*

Top