هالنډ مېشتو افغانانو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ

هالنډ مېشتو افغانانو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ



په اروپايي هېواد هالنډ کې د لر او بر لسګونو افغانانو د پاکستان د وروستيو بريدونو او لاسوهنو پر ضد لاريون وکړ.
د دغه لاريون يوه مشر شاه پاچا شينواري رسنیو ته ویلي چې په لاريون کې د هالنډ تر څنګ له بلجيم څخه راغلو افغانانو او د کوزې پښتونخوا اوسېدونکو هم برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، دوى د پاکستان د سفارت پر وړاندې راټول شوي وو او د دغه هېواد د پوځيانو له خوا پر افغان خاورې د وروستيو توغندويي بريدونو پر ضد يې شعارونه ورکول.
شينوارى وايي، پاکستان نه يوازې په ترهګريزو کړنو کې ښکېل هېواد دى، بلکې له ترهګرو ډلو هم ملاتړ کوي.
ده وويل، د پاکستان له خوا د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې هم ورځ تر بلې زياتېږي.
د نوموړي په وينا، لاريون کوونکو د امريکا تر سفارت پورې هم ولاړل او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د پاکستان پر ضد جدي اقدامات وکړي.
د کوزې پښتونخوا د دره ادم خېلو سيمې يوه قومي مشر رشيد اپرېدي پژواک اژانس ته وويل، پاکستاني پوځ او استخبارات په وزيرستان، پښتونخوا او سوېلي پښتونخوا کې پښتانه وژني.
هغه زياته کړه، د پاکستان پوځ د عملياتو په پلمه په وزيرستان کې د خلکو کورونه ړنګ کړل او سلګونه بې ګناه وګړي يې ووژل.
نوموړي وويل، په لر او بر افغانستان کې د ټولو ترهګريزو پېښو تر شا د پاکستان د استخباراتو لاس دى.
د يادونې وړ ده، تر دې مخکې په بلجيم کې د اروپايي پارلمان مخې ته تېره مياشت د پاکستان پر ضد لاريون شوى و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top