حامد کرزی: د امریکا بمي برید غیر بشردوستانه او وحشیانه عمل دی

حامد کرزی: د امریکا بمي برید غیر بشردوستانه او وحشیانه عمل دی



مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي چې په اچین کې د امریکا بمي برید غیر بشردوستانه او وحشیانه عمل دی او له امریکا یې غوښتي چې افغانستان دې د خپلو وسلو د ازمایښتځي په توګه نه کاروي او له افغانانو سره دې د یوې سوله ییزې حل لارې په رامنځته کولو کې بوخته شي.
حامد کرزي دغه څرګندونې له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.
هغه ویلي چې د امریکا له خوا ستر بمي برید د افغانستان پر ملي حاکمیت برید دی؛ نو ځکه یې دی پر وړاندې ودرېد.
حامد کرزی وايي: ((دا یو غیر بشردوستانه او وحشیانه عمل و چې په بېګناه ملک، بې ګناه خاورې ترسره شو او د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړ.))
د کزي په خبره چې که امریکا رښتیا هم صادقانه همکاري کوي او غواړي د سیمې د لویو هېوادونو په همکارۍ په افغانستان کې سوله راولي، ستونزه نه ورسره لري خو که جګړې ته دوام ورکړي او افغانستان د جګړې پر ډګر بدل کړي، له افغانستان څخه د امریکا د ایستلو مبارزه به جاري ساتي.
هغه زیاتوي: ((اول ایا امریکا له موږ سره په صداقت چلېږي، ایا امریکا زموږ له خاورې نور د ازمویښت د میدان په توګه کار نه اخلي؟ ایا امریکا په سیمه کې د لویو قدرتونو د همکارۍ په لټه کې ده؟، امریکا بېرته له افغانانو سره یو ځای شوې څو یو سوله ییز حل ته ورسېږي او په ارام ملک کې ژوند وکړو؟ که امریکا دغه کار نه شي کولای، پوځي لارې ته دوام ورکوي او افغانستان د جګړې پر ډګر بدلوي، نو له شک پرته چې زه به ورنه غواړم چې نور زموږ له هېواده ووځي.))
کرزی د ملی یووالي حکومت مشران او د خپل وخت د کابینې ځیني غړي چې د دغه بم استعمال یې تایید کړی، پر خیانت تورنوي او وايي، د ملي یووالي حکومت څنګه کولای شي چې یو چا ته په خپله خاوره د داسې یوه بم د استعمال اجازه ورکړي.
کرزی وايي، د ملي یووالي حکومت مسئولان هغه وخت له ده او د افغانستان له خلکو استازیتوب کولای شي چې د دې ډول کړنو پر ضد ودرېږي او د افغانستان د ملي حاکمیت دفاع وکړي.
هغه وايي: ((ځکه دوی زما نماینده ګي نه شي کولای چې دوی باید د امریکا له دغه هوایې بریده ملاتړ نه وای کړی، دا د هر افغان دنده ده چې له خپلې خاورې دفاع وکړي او له خلکو واقعي نماینده ګې وکړي، خو که بیا اجازه ورکوي او د هغې ملاتړ کوي نو پرته له شکه چې دوی زموږ استازيتوب نه شي کولی او زه به یې پر ضد درېږم او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوم.))
دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر له دې مخکې هم د ملي یووالي حکومت پر ملي خیانت تورن کړی و او ویلي یې وو چې وروستۍ پرېکړه یې دا ده چې افغانستان به د امریکا له ظلمه ژغوري.
خو د ملي یووالي حکومت بیا په پرله پسې توګه د امریکا دغه برید پر ځای اقدام او د وسله والو مخالفینو په له منځه وړو کې اغېزمن بولي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top