داعش د امریکا په لوی بمي برید کې د خپلو وسله والو وژل کېدل رد کړل

داعش د امریکا په لوی بمي برید کې د خپلو وسله والو وژل کېدل رد کړل



د داعش وسله والې ډلې د خلافت غږ په نوم د خپلې راډيو له لارې اعلان کړی چې د امريکا له خوا د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د بمونو د مور په نوم بمي بريد کې يې وسله وال نه دي وژل شوي.
امريکايي ځواکونو تېره اوونۍ د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د مامند درې په اسدخېلو سيمه کې د داعش پر يو ستر پټنځاى هوايي بريد وکړ او ادعا يې وکړه چې په دې سيمه يې د بمونو د مور په نوم ستر بم غورځولی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې چې د دغه بريد پر مهال د داعش ډلې د څلورو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۹۶ داعش جنګيالي وژل شوي او د هغوی ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو تر ياد بريد څلور ورځې وروسته داعش ډلې په خپل لومړني غبرګون کې د وري په ۲۷مه د خلافت غږ په نوم د خپلې راډيو له لارې اعلان وکړ چې په ياد بريد کې ورته هېڅ زيان نه دی اوښتی او دغه بم په بل ځای کې غورځول شوی دی.
د يکشنبې ماښام د راډيو د خپرونو تقريباً  ټوله برخه د امريکا د پوځ له خوا په اچين کې د داعش وسله والو پر مرکزونو خبرونو او رپوټونو ته ځانګړې شوې وه. خو د عراق په ګډون د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو، خيبر پښتونخوا او افغانستان کې د دې ډلې د فعاليتونو او بريدونو په اړه په کې خبرونه هم خپاره شول.
د سلطان عزيز عزام  په نوم د دې راډيو يو ویاند د اچین په ولسوالۍ کې د بمونو د مور بم د غورځېدو په تړاو ويلي، دا تشې اوازې دي، دوى ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
په خلافت غږ راډيو کې د داعش ډلې د يو شمېر غړو هغه ټيلېفوني مرکې هم خپرې شوې چې په دغه بريد کې ورته د زيان نه اوښتو په اړه يې نظرونه ورکړي وو.
په دې راډيو کې د خپرونې په وروستيو شېبو کې د (امير الحرب) په نوم له يو تن سره چې د خراسان مشر يې باله، مرکه وکړه، هغه وويل: ((زموږ ملګرو ته هېڅ زيان نه دی رسېدلی.))
د راډيو وياند او داعش نورو غړو په خپلو مرکو کې وویل، بمبار يې پر ملګرو نه، بلکې پر يو خالي ځای شوی دی.
دا به ښايي په اچین ولسوالۍ د امریکا له خوا د لوی بم تر غورځېدو وروسته لومړنی غبرګون وي چې داعش وسله وال يې څرګندوي.
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د  بمونو مور تر غورځولو وروسته داعش وسله والو د خلافت غږ په نوم راډيو کې خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی او د نشراتو ډېره برخه يې د اچین په ولسوالۍ کې د امريکا لوی او خطرناک بمي برید ته ځانکړې کړې ده.
د داعش خلافت غږ (اېف اېم راډيو) سهار او ماښام په پښتو ژبې د خپرونو تر څنګ په دري او اوزبکي ژبو هم خپرونې کوي چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په ګډون د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې اورېدل کېږي.
د داعش وسله والې ډلې د خلافت غږ راډيو کې د نور کله په شان دا ځل هم خبريالانو او رسنيو ته د شيطاني او غلامي رسنيو خطاب کړى او ویلي یې دي چې ټولې رسنۍ د امريکا په غلامۍ خپرونې کوي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال او د اچین ولسوال اسماعيل شینواری وايي چې دوی تر اوسه د داعش راډيو له تازه نشراتو نه دي خبر او نه يې هم تر اوسه اورېدلي دي.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي چې داعش راډيو په دې وروستیو کې خپل نشرات يو ځل بیا شروع کړي دي او د حکومت پر ضد پکې تبلیغات کوي.
نوموړی وايي له دغو نشراتو خبر دي چې ان د جلال اباد ښار او لرې پرتو سیمو کې یې هم خپرونې اورېدل کېږي. هغه دا چاره يوه لويه ستونزه وبلله او ویې ویل: ((موږ هڅه کوو چې د دغې راډيو ځای په نښه او ژر یې له منځه یوسو.))
tags

ستاسې تبصرې

*


Top