په هلمند کې د طالبانو د ماین جوړونې څلور فابریکې له منځه وړل شوې

په هلمند کې د طالبانو د ماین جوړونې څلور فابریکې له منځه وړل شوې



افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ماين جوړولو څلور فابريکې کشف او له منځه وړې دي.
د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي چې د یکشنبې په شپه د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د مارجې ولسوالۍ د پنځم بلاک په سيمه کې عمليات وکړل.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال کومانډو ځواکونو د ماين جوړونې څلور فابريکې له منځه وړي او سلګونه ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له دې فابريکو دوه موټر، دوه مخابرې او يو اندازه نور چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د ځاځي په وينا، د عملیاتو پر مهال نښته نه ده شوې خو په ناوې ولسوالۍ کې بيا په چټکۍ سره عمليات روان دي. ده وويل چې په ناوه کې هم افغان ځواکونو لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم وايي چې د ناوې ولسوالۍ عمليات په برياليتوب سره پر مخ روان دي.
په هلمند کې د سرحدي پوليسو يوې سرچينې د نوم له اخيستو پرته پژواک ته ويلي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه د ناوې ولسوالۍ د عملياتو لپاره دوه ټانکونه چمتو کړي وو.
هغه وويل چې له معلوماتو سره سم افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې دغه هاموې ټانکونه له منځه وړي دي.
سرچينه وايي چې په تېرو څو ورځو کې وسله والو طالبانو په ناوه کې ډېر مقاومت وکړ خو د هوايي بريدونو په ترڅ کې ډېر طالبان وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د هلمند د مرکز لښکرګاه په عينک سيمه کې د جګړې پر مهال د يو قوماندان په ګډون اته امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top