د بدخشان ښاروال د غیر مسوولو وسله والو یوه ډله لري

د بدخشان ښاروال د غیر مسوولو وسله والو یوه ډله لري



د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د فیض‎اباد ښاروال نذیر محمد د حکومتي دندې ترڅنګ د يوې غیر مسؤلې وسله‎ والې ډلې مشري هم کوي.
ازادي راډیو د بدخشان د یو شمېر اوسېدونکو له خولې لیکلي چې د ښاروال وسله ‎وال فیض اباد ښار کې د هرډول غیر قانوني کړنو توان لري او خلکو ته يې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د دغه ولایت يو تن اوسېدونکی شریف وايي: "د جنرال نذیر محمد وسله ‎وال چې د فیض‎اباد ښاروال دی، عام و تام دا صلاحیت لري چې يو څوک وتښتوي له دندې یې لېرې کړي، لنډه دا چې هر کار کولای شي."
د خاص بدخشان ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عبدالرحمن بیا په دې اړه خپله ستونزه داسې بیانوي: "د طالبانو ترڅنګ د غېرو مسؤلو وسله‎ والو ډلو موجودیت هم خلکو ته يوه لویه ستونزه جوړه او ټول هېواد کې يې بې بندوباري رامنځته کړې ده."
د بدخشان د امنیه قومندانۍ چارواکي هم په يو شمېر مواردو کې د ښاروال د اړوند وسله ‎والو د غیر قانوني کړنو شاهدان دي.
د بدخشان ولایت د امنیت امر او د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد نبي بیان وايي چې د نذیر محمد کسان د تورو ښیښو لرونکو موټرو کې ګرځي او غیر قانوني کارونه کوي.
نوموړی وايي: "د دوی د موټرو د ښیښو تور فلمونه مو پاک کړي، ان پر ځینو مو ګرځ‎ بندیز هم لګولی او د ځمکو د غصب د موضوع په اړه والي او يا هم ښاروال و پوښتئ، دغه موټرې يوازې د ښاروال نه بلکې د بدخشان ولایت په يو شمېرو نورو کسانو پورې هم اړه لري."
د طالبانو تر څنګ چې د بدخشان په دوو ولسوالیو بشپړ واک لري، د غير مسؤلو وسله ‎والو ډلو موجودیت د دغه ولایت د خلکو لويې اندېښنې دي.
څه باندې پنځه کاله کېږي چې جنرال نذیر محمد د فیض‎ اباد ښاروال دی، د نوموړي په اړه داسې راپورونه ورکړل شوي چې د يوې وسلې‎ والې ډلې مشري هم کوي.
د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد وايي، هر کله چې د دغه ښاروال له وسله ‎والو دولت ته د خطر احساس وشي، نو هله به اقدام وکړي، د هغه په خبره دغه وسله ‎وال د ولایت له امنیه قوماندانۍ سره راجسټر شوي دي.
نوموړی وايي: "دغه سړی د دې ترڅنګ چې ښاروال دی په تېر کې د دې ولایت يو تن مسؤل قوماندان هم و او د دولت غوښتنه وه چې د دښمن پء وړاندې د هغه له وسله ‎والو استفاده وشي، د شمېر په اړه يې دقیق نه پوهېږم."
د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د فیض‎اباد ښاروال جنرال نذیر احمد د ټیلیفون پر لیکه په دې اړه داسې ځواب ورکړ: "ټول بدخشان چې د ولسي پاڅون پورې مربوط دی زما پورې اړوند دي او هغو کسانو چې زما په اړه خبرې کړي له هغوی وپوښتئ چې څومره وسله‎ وال لري او جنګونو کې څومره مړه او ټپيان شوي دي."
له دې هاخوا، پخوا داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د پخوانیو قوماندانو ترڅنګ، يو شمېر حکومتي چارواکي، د ملي شورا غړي او ان له حکومته بهر هم يو شمېر کسان غیر مسؤل وسله‎ وال لري.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top