احمد ضیا مسعود له دندې لېرې کړل شوی

احمد ضیا مسعود له دندې لېرې کړل شوی



په ښه حکومتولۍ او اصلاحي چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د یوه فرمان په ترڅ کې له خپلې دندې لېرې کړل شوی دی.
په فرمان کې یادونه شوې ده چې ولسمشر صلاحیت لري لوړپوړي چارواکي د اساسي قانون ۴۶مې مادې پر اساس له دندو ګوښه کړي.
د مسعود پلویان وايي چې په دې اړه به وړ غبرګون وښیي.
احمدضیا مسعود په تېرو ټاکنو کې د زلمي رسول د لومړي مرستیال په توګه کاندید و چې بیا د ټاکنو په دوهمه دوره کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ ودریده.
نوموړی د پخواني ولسمشر کرزي د لومړۍ دورې حکومت لومړی مرستیال هم پاتې شوی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top