ننګرهار کې ۹ تنه مجرمین نیول شوي او ۲۲۵ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

image_demo_30



د ننګرهار ولايت څخه روهي ویبپاڼې ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایتجنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو د جلال اباد ښار، مومندرې او هسکې مېنې ولسواليو کې نهه تنه د قتل، غلا، تخريبي کړنو، او الکولي مشروباتو سره نيولي دي.
د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې مديريت مسئولين وايي، چې پولیسو د جلال اباد ښار دويمې ناحيې کې دوه تنه د قتل او يو تن د درې زره امريکايي ډالرو او سل زره افغانيو د غلا په تور نيولي دي.
د معلوماتو له مخې په درېيمه ناحيه کې د پلټنو پر مهال دوه تنه د نشې په حال کې د درې بوتله الکولي مشروباتو سره يو ځای نيول شوي دي.
دغه راز په ورته وخته کې د موندرې ولسوالۍ ۲۸مې ويالې سيمه کې يو تن د يو ريموټ کنټرول سره يو ځای نيول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.
بل لور ته د هسکې مېنې ولسوالۍ ياغي بند سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوی ماين تر چاودنې وړاندې پوليسو کشف او لمنځه وړی.
له بلې خوا خبر پاڼه زیاتوي چې د ننګرهار ولايت په چپرهار او خوږياڼو ولسوالیو کې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين دوام لري او دا ځل ۲۲۵جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت له مینځه وړل شوی.
د معلوماتو له مخې د دغه کمپاين په ترڅ کې په چپرهار کې ۱۴۰جريبه او په خوږياڼو ولسوالۍ کې ۸۵جريبه ځمکه کې کوکنارو لمنځه یوړل شو.
په ننګرهار کې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين په ترڅ کې تر دې مهال سلګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوېده او کمپاين لا هم دوام لري.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top