سرپل محلي چارواکي: طالبانو ۳ ښځې او یو ماشوم وژلي

سرپل محلي چارواکي: طالبانو ۳ ښځې او یو ماشوم وژلي



د سرپل ولایت ځايي چارواکې وايي چې طابانو په دغه ولایت کې درې ښځې او یو تن ماشوم په دې تور په ډزو ووژل چې ګواکې دولت ته یې جاسوسي کوله.
یاده پیښه دوه ورځې مخکې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې رامینځ ته شوې ده.
د سرپل والي ویاند رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو نوموړي کسان د بلندغورنو په سیمه کې چې اوسمهال پکې د دولتي ځواکونو له خوا البرز پوځي عملیات روان دي وژل شوي دي، خو یاد وژنځای تر اوسه د طالبانو په لاس کې دی.
طالبانو د پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top