په خوست کې ۱۷۵۰ ماشومان د پولیو ضد له  واکسین کیدلو پاتې شوې دي

په خوست کې ۱۷۵۰ ماشومان د پولیو ضد له  واکسین کیدلو پاتې شوې دي



په خوست کې د پولیو پر ضد د واکسینو درې ورځینی کمپاین پیل شو.
  د خوست عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وایي، په دې کمپاین کې به په ټول خوست کې ۳۱۳۶۴۶ درې لکه او دیارلس نیم زره له پنځو کلو کم عمره ماشومان ته واکسین وکړي.
 نوموړی وایي، د ولایت په ټولو سیمو کې واکسین تطبیق کیږي، خو یوازې د خوست سپیرې ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې یې کمپاین له خنډ سره مخ شوی، چې اوسیدونکي یې د پولیو ضد واکسینو مخنیوي کوي.
نوموړی زیاتوي، په یاده سیمه کې ډېر وزیرستاني کډوال مېشت دي او  په تېرو دوو پړاونو کې  ۱۷۵۰ ماشومان د پولیو  ضد واکسینو له څاڅکو پاتې شوې دي.
يوې بلې سرچينې، چې له نوم ښودلو يې ډډه کړې روهي ویبپانې ته ويلي، چې د سپيرې په ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسیونو د کولو مخنيوی وسلوالو کړی دی.
په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته یې هڅې پیل کړې دي ، څو کورنۍ دیته ته وهڅوي، چې واکسین د دوی د ماشومانو په زیان نه بلکې ژوند یې ژغوري او واکسین ورته ورکړي.
دا لومړی ځل دی، چې د خوست په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین له خنډ سره مخ کیږي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top