دغه ۱۰ غونډلې یا جملې هرومرو ولولئ!

image_demo_30



۱ـ دا په یاد ولرئ تر څو تاسو ونه غواړئ هېڅ څوک نه شي کولای ستاسو ژوند ته زیان ورسوي او یا یې خراب یې کړي.
۲ـ دا په یاد ولرئ؛ تر څو ارامتیا او خوشالي په خپل ځان کې پیدا کړئ نه د نورو کسانو په ځان کې.
۳ـ دا په یاد ولرئ، چې الله ج تل ستاسو ساتونکی دی.
۴ـ دا په یاد ولرئ، چې د تل لپاره په خپل زړه کې یوه برخه د انسانانو د بخښلو لپاره پرېښدئ.
۵ـ د دې نړۍ په هېڅ ځای کې د کوم چا د لاس په تمه مه اوسئ، اوښکې مو په خپلو لاسونو پاکې کړئ.
۶ـ ژبه اډوکی نه لري، خو دومره پیاوړې ده، چې کولای شي یو زړه په اسانۍ سره مات کړي، نو خیال یې ساتئ.
۷ـ له ژوند څخه مو د ځينو کسانو په حذفولو یا لرې کولو کې یو حکمت پروت دی او د هغوی په بیا راګرځېدو ډېر ټینګار مه کوئ.
۸ـ ژوند لنډ نه دئ، خو ستونزه دلته ده، چې موږ ژوند وروسته پيلوو.
۹ـ دردونه او ستونزې مو له ځان څخه مه چاپېروئ تر څو دېوال ترې جوړ شي، تر پښو یې لاندې کړئ، چې زینه ترې جوړه شي.
۱۰ـ هېڅکله مو د سبا ورځې لپاره په تشویش کې مه کېږئ، ستاسو پرونی او ننی خدای هماغه د سبا خدای هم دی.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top