د ملي یووالي حکومت افغانستان د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر بدل کړی

د ملي یووالي حکومت افغانستان د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر بدل کړی



يو شمېر مدني او سياسي فعالان په اچين ولسوالۍ کې ترسره شوي هوايي بريد ته په اشارې وايي، چې د امريکا له لوري د ورته ازمايښتي بريدونو ترسره کول سيمه ييز قدرتونه په افغانستان کې وسله وال رقابت ته هڅوي او په دې توګه جګړه نوره هم شدت موندلی شي.
د مدني ټولنو فډرېشن غړو او سياسي فعالانو پرون د دغه هوايي بريد د غندلو پرمهال وویل، چې امريکايي ځواکونو د ملي يووالي په حکومت کې د رهبري ضعف له شته تشې په استفادې، د شمالي کوريا په ګډون د منځني ختيځ جنجال په اړه سوريې او روسيې ته د زور ښودلو په هدف په اچين کې د داعش پر سمڅو ستر بم وکاراوه.
د مدني ټولنو د فدرېشن مشر صدیق انصاري وویل چې د حکومت او امريکايي ځواکونو ياد برید په افغانستان کې سيمه ییز قدرتونه نور هم وسله وال رقابت ته هڅوي او په دې ترڅ کې جګړه نور هم شدت موندلی شي.
د جمعې په ورځ د ننګرهار چارواکو په اچین ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د ۹۴ داعش وسله والو له وژل کېدو خبر وکړ، خو مدني فعالان بيا له سيمې د کره معلوماتو پر اساس ياد شمېر ۴۴ تنه ښيي.
په ورته مهال ډاکټران د اچين پېښې په اړه انديښنه لري، چې ښايي د دغسې بريدونو د ترسره کېدو له امله چې کيمياوي مواد پکې کارول شوي وي، د نو زېږېدلو ماشومانو د مړينې او سو شکل ستونزه ډېره شي.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر سمڅو د امريکايي ځواکونو له لوري، د تر ټولو لوی بم کارول له سختو نيوکو او غبرګونو سره مخ شوی او په دې ترڅ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ياد هوايي بريد، د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانستان پء ملي واکمنۍ تېری بللی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top