سناتوران: امریکا د ترهګرو اصلي مرکزونه هېر کړي او دلته د وسلو ازمایښت کوي

image_demo_30



د مشرانو یو شمېر غړو پرون په عمومي غونډه کې د امریکا له لوري په اچین کې د ستر بم کارونه د دې هېواد له لوري د وسلو ازمایښت وباله او ویې ویل چې امریکا د ترهګرو اصلي ځاله هېره کړې ده.
په مشرانو جرګه کې د نيمروز د خلکو استازي نادر بلوچ په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه بم  باید د ترهګرو د مور پر ککره اچول شوى وى، څو خلک د ترهګرۍ له شر نه خلاص شوي واى.
 نوموړي د هېواد له مشرانو او سياستوالو وغوښتل چې خپل شخصي اختلافات دې يوې خواته کړي، څو "د بمونو پلار" د هېواد په شمال کې ونه کارول شي.
د پکتيکا د خلکو استازي جمعه الدين ګيانيوال وویل، د بمونو پلار دې په کوېټه، ميرانشاه او پېښور کې وکارول شي، ځکه چې د ترهګرۍ اصلي ځالې هلته دي، افغانستان کوم لابراتوار نه دى.
 په مشرانو جرګه کې د زابل استازي زلمي زابلي وويل، له داعش سره د مقابلې مخالف نه دی، خو له وسلې نه بايد د نړيوالو قوانينو او کنوانسيونونو سره سم ګټه واخيستل شي. د هغه په وینا، ملګرو ملتونو د دغه ډول بمونو کارونه منع کړي او بايد ونه کارول شي.
د جرګې بل غړي نثار حارث هم وويل چې د (بمونو مور) بم کارول منع دي، ځکه چې کارونه يې پر کرنه، اوبو او چاپېريال منفي اغېز لري.
 د جرګې بل غړي محمد حنيف حنفي وويل:((په ننګرهار کې د بم اچول زور ازموينه ده، نه د دې لپاره چې داعش له منځه يوسي، ولې د ترهګرۍ اصلي ځالې نه په نښه کېږي؟))
هغه د امريکا له متحده ايالتونو وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.
نوموړى ادعا کوي چې داعش ډله د امريکا له لوري رامنځته شوې ده. حنفي زياته کړه:((د تر ټولو ستر بم کارول د يوې نوې جګړې پيل دى، امکان لري چې سبا ته به روسيه فارياب هم د داعش سره د مبارزې په نوم په نښه کړي.))
د جرګې بل غړي عبدالباقي بريال هم په اچين کې د ستر بم د کارولو اغېز  ناورين زېږونکى بولي او وايي:((که امريکا غواړي په رښتيني ډول د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي، بايد د ترهګرۍ اصلي مرکزونه چې پاکستان کې دي په نښه کړي، امريکا بايد د نړۍ نورو قدرتونو ته د زور ښوولو لپاره په افغانستان کې تر سره کړي.))
 د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار وویل، په ننګرهار کې د بم کارولو ملکي مرګ ژوبله نه درلوده چې دا خپله يوه لاسته راوړنه ده، خو د هغه په وینا دا بايد مشخصه شي چې د دا ډول بمونو کارونه منع ده او که نه؟
هغه وويل، دا بايد وڅېړل شي چې دا بم له داعش سره د مبارزې لپاره کارول شوى او يا دا چې پوځي مانور و چې روسيه يې پرې وېرولې ده.
نوموړي د هېواد له مشرانو او سياستوالو وغوښتل چې په بشپړ دقت سره هڅه وکړي، څو افغانستان په دويمه سوريه بدل نه کړي، د نړۍ ستر قدرتونه په خپل نوبت سره د افغانستان بېلابېلې سيمې تر موخې لاندې نيسي.
نوموړي له امريکا وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ملاتړو هېوادونو فشار راوړي، څو د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي. ده زياته کړه چې د (ترهګرۍ اصلي ځالې) چې له افغانستان نه بهر دي، بايد په نښه شي.
هغه د هېواد د مشرانو او سياستوالو ترمنځ د ننګونو په اړه وويل چې دا ډول اختلافات د افغانانو په ګټه نه دي او بايد په دې حساس وخت کې سياستوال او د حکومت مشران له همغږۍ پرته ګام پورته نه کړي.



tags

ستاسې تبصرې

*

Top