پاکستان یو ځل بیا په انګور اډه کې د پوځي تاسیساتو جوړول پیل کړي

پاکستان یو ځل بیا په انګور اډه کې د پوځي تاسیساتو جوړول پیل کړي



د مشرانو جرګې غړي وايي چې پاکستاني پوځیانو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې یو ځل بیا د نوو تاسیساتو جوړول پیل کړي دي.
د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار پرون د جرګې عمومي غونډې ته وویل، د پکتیکا په انګور اډه کې چې پاکستان د افغان حکومت له همغږۍ پرته کومې امنیتي پوستې جوړې کړي، باید ژر تر ژره له منځه یوړل شي.
نوموړي وویل چې پاکستان د افغان دولت له همغږۍ پرته په انګور اډه کې نوې پوستې جوړې کړي دي او د کورنیو چارو وزارت، سرحدي ځواکونه او د بهرنیو چارو وزارت مسولیت لري چې د دغه پوستو د جوړېدو مخه ونیسي.
ښاغلي ایزدیار دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې یو شمېر سناتورانو وویل، پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت د انګور اډې په صفري نقطه کې د امنیتي پوستو په جوړولو لاس پورې کړی دی.
دوی وویل د یوې پاکستانۍ پوستې کار بشپړ شوی او د دوهمې پوستې کار يې پیل کړی دی.
سناتور جمعه دین ګیانوال وویل: "دوه ورځې وړاندي پاکستاني پوځیانو د انګور اډې په صفري نقطه کې، د یوې پوستې کار بشپړ کړی او په همدغه نقطه کې يې د دوهمې پوستې کار پیل کړی دی."
دا په داسې حال کې ده چې شا اوخوا اته میاشتې وړاندې په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازو ویلي وو چې پاکستاني پوځیانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د انګور اډې او برمل په ولسوالیو کې پوځي تاسیسات جوړ کړي دي.
له دې وړاندې هم پاکستاني پوځیانو د ننګرهار په ګوشتې او دغه شان تورخم کې، پوځي تاسیسات جوړ کړي وو چې له امله يې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسله واله نښته وشوه او دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه لا څه نه دي ویلي، خو د ملي دفاع وزارت وايي، که دا مسئله له ډیپلوماتیکو لارو حل نه شي، افغان ځواکونه به په هر قېمت له خپلې خاورې دفاع وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top