د اروزګان مرکز کې لسګونه سرتېري له اوو مياشتو راهيسې محاصره دي

image_demo_30



د اروزګان خلک او ولايتي شورا وايي چې د ولايت مرکز اړوند د مهراباد په سيمه کې د ملي اردو سرتېري له اوو مياشتو راهيسې کلا بند دي او که ژر ونه ژغورل شي؛ نو ژوند به يې له ګواښ سره مخ شي.
وروسته له هغه تېر کال وسله والو طالبانو د اروزګان ولايت پر مرکز ترينکوټ بريدونه پيل کړل چې د ملي اردو، پوليسو او عامه نظم ګڼ شمېر پوستې او قرارګاوې يې ونيولې.
خو د ښار اړوند په مهراباد او خرما سيمو کې د ملي اردو د دوو قرارګاو لسګونو سرتېرو له طالبانو سره مقاومت وکړ، خو ترڅو مياشتو مقاومت وروسته وسله والو طالبانو د خرما قرارګاه د ١٧ سرتېرو له وژلو وروسته ونيوله.
د مهراباد په قرارګاه کې اوس هم لسګونه سرتېري کلا بند دي او له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.
د مهراباد سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته ويلي چې ددوى په سيمه کې د ملي اردو کنډک چې په کې لسګونه سرتېري مېشت دي، له تېرو اوو مياشتو راهيسې کلا بند دى.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو څو ځلې ددغې قرارګاه د نيولو لپاره جګړه وکړه، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې دا کنډک ونيسي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو څو ځلې د سيمې سپين ږيري ياد کنډک ته لېږلي، څو کنډک ورته تسليم کړي او هغوى به په خوندي توګه خوشې کړي. خو سرچينه زياتوي چې د کنډک قوماندان له تسليمېدو انکار کړى او مقاومت ته ادامه ورکوي.
د سيمې يو بل اوسېدونکي ويلي چې د ياد کنډک سرتېري په ډېر بد حالت کې دي او په لومړيو کې د څو ورځو لپاره يې خواړه هم نه درلودل. د سرچينې په وينا، څو ورځې مخکې د چورلکو په وسيله ورته خوراکي توکي او نور مهمات ورسول شول.
د مهر اباد سيمې يو تن اوسېدونکى عبدالعزيز وايي چې پر يادې قرارګاه د جګړې له امله هره ورځ ددوى پر کلي او کورونو مرمۍ لګېږي. هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په سيمې کې دې عمليات وکړي او ياد کنډک دې له وسله والو وژغوري.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس امير محمد بارکزی هم د ترينکوټ په څنډه ختيځ لوري کې له اوو مياشتو راهيسې د ملي اردو د لسګونو سرتېرو کلابندي د اندېښنې وړ  بولي.
نوموړی وايي چې که دولت  د ملي اردو دغه لسګونه سرتېري له محاصرې ونه ژغوري؛ نو دغه ځواکونه به هم د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
هغه زياته کړه چې په اروزګان کې د ملي اردو د ځواکونو او نورو چارواکو د بى غورۍ له امله له تېرو اوو مياشتو راهيسې دغلته د کنډکونو ترڅنګ قرارګاوې او امنيتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي .
بارکزى وايي، په مهراباد سيمه کې لسګونه سرتېري کلا بند دي او دولت تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دى کړى.
په اروزګان کې بيا د ملي اردو د لوا مسوولين دا نه مني چې ددوى لسګونه سرتېري دې په مهراباد سيمه کې محاصره وي .
د ملي اردو د څلورمي پلې لوا وياند دوهم بريدمن وحيدالله فضلي وايي چې ددوى ځواکونه په مهراباد سيمه کې کلا بند نه دي او نه هم د يادې قرارګاه د نيولو وېره شته .
هغه په دې اړه د خلکو اندېښنې بې ځايه بولي او وايي چې دوی په دوامداره توګه په هغه سيمه کې خپل ځواکونه تجهيز وي او اکمالات يې کوي .  
د  ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي چې دغه ستونزه به له لوى درستيز او  رييس ارکان سره شريکه کړي. 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top